د حصارک د خلکو ادعا: 'طالبان سړي یا پیسې رانه غواړي'

Image caption د حصارک ولسوال، عبدالخالق معروف، هم ددې قومي مشرانو دا ادعا مني چې طالبان له داعش سره "د جګړې په پلمه له خلکو پیسې اخلي".

طالبانو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې له ځايي خلکو غوښتي چې له داعش سره د جګړې لپاره یا سړي ورکړي او یا هم پیسې.

د حصارک ولسوال او یو شمېر قومي مشرانو بي بي سي ته ویلي چې تر اوسه لږ تر لږه یو ځل په ډليزه توګه له خلکو پیسې راټولې شوې دي.

که څه هم د ''اسلامي دولت'' نومي ډلې یا داعش شتون په حصارک کې نه دى ليدل شوى، خو قومي مشران ادعا کوي چې طالبان په دې پلمه له خلکو پیسې راغونډوي.

له جلال آباد او د کابل له سروبي ولسوالۍ حصارک ته له ستونزو ډکه غځېدلې لاره له شاوخوا څلور کلونو راهیسې د ډېرو په تېره بیا د سیمه ییزو چارواکو لپاره له خطره ډکه بلل کیږي.

د حصارک ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي طالبان ددغې ولسوالۍ په ډېرو برخو کې شتون لري او پر خلکو خپله واکمني چلوي.

د دوی په وینا په وروستیو کې طالبانو د سیمې له خلکو غوښتي چې له داعش سره د جګړې په موخه یا سړي ورکړي او یا هم پیسې.

په جلال آباد ښار کې د حصارک یوه قومي مشر، ملک ظفر وايي " اوس نه شم کولای د طالبانو له وېرې خپل ټاټوبي ته لاړ شم".

دى دا مهال په جلال آباد ښار کې اوسیږي خو وايي د سیمې له خلکو سره نژدې اړیکې لري.

Image caption په جلال آباد ښار کې د حصارک یوه قومي مشر ملک ظفر وايي " اوس نه شم کولای د طالبانو له وېرې خپل ټاټوبي ته لاړ شم".

د حصارک ولسوال، عبدالخالق معروف، هم دا ددې قومي مشرانو دا ادعا مني چې طالبان له داعش سره "د جګړې په پلمه له خلکو پیسې اخلي".

په جلال آباد کې د حصارک د ولسوال کور هم له وسلو او مهماتو ډک دی. دی د مخالفو وسله والو یو مهم هدف دی. درې میاشتې حصارک کې کار کوي او یوه میاشت جلال آباد کې رخصتي او تګ راتګ یې هم یوازې د چورلکې له لارې دی.

د هغه په مېلمستون کې ډېر هغه ستاینلیکونه لیدل کیږي چې دولت او نړیوالو ځواکونو ورکړي دي. خو هغه له ولسوالۍ څو کیلومتره لیرې نه شي تلی.

ښاغلی معروف وايي طالبان په ځینو سیمو کې د خلکو پر وړاندې له زوره کار اخلي، او ادعا کوي چې طالبان ايرانۍ وسلې لري خو ښاغلی معروف وايي "پر دې نه پوهیږي چې دغه مهمات د ایران دولت ورکوي او که له قاچاقي لارو يې ترلاسه کوي".

په تېرو کلونو کې سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ کوچېدلې دي او جلال آباد ته یې پناه راوړې ده. هرڅومره چې د ننګرهار په ولسوالیو کې د دولت د حاکمیت سیوری کمیږي، نو د مخالفانو شتون ورسره پیاوړی کیږي. خو په سیمه کې د دې ټولو ناخوالو بیه خلک پرې کوي.

د حصارک یوه تن اوسېدونکي احمد غني وايي چې "د طالبانو له وېرې یې آن د خپل پلار په جنازې کې هم ګډون ونه کړى شو".

د حصارک زیاتره قومي مشران وايي په دغې ولسووالۍ کې ځوانان تر ټولو زیانمنونکی دی. ځکه د دوی په وینا ځوانان هلته یواځې دوه غوراوي لري: د مخالفو وسله والو ترڅنګ د وسلې پورته کول او یا هم له خپل کور کلي وتل.

طالبانو ددې قومي مشرانو ددې ادعا په اړه په سم لاسي ډول غبرگون نه دى ښودلى.

د حصارک هغه قومي مخور چې اوس په جلال اباد ښار کې اوسیږي وايي، په دغه لرې پرتې ولسوالۍ کې د روانو ناخوالو اصلي قربانیان ځوانان دي.

Image caption طالبانو تر دې دمه د حصارک د قومي مشرانو او چارواکو دې ادعا ته غبرگون نه دى ښودلى.

یوه یې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، هغه کورنۍ چې مالي وړتیا لري خپل اولادونه یې له قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته استولي چې ځینې يې د سختو لارو قرباني شوې هم دي.

دی وايي داسې کورنۍ هم پېژني چې اروپا ته د خپلو بچیانو د استولو لپاره یې ځمکه یا ګرو کړې او يا یې پلورلې دي.

یوه له هغو انساني قاچاقبرو چې اروپا ته ځوانان استوي، وايي په تېرو دوو کلونو کې یې له ۲۰۰ ډېر ځوانان له دغې ولسوالۍ اروپايي هېوادونو ته استولې دي.

ورته مطالب