برېتانیا ۲۰۰۰ افغان ماشومان بېرته افغانستان ته لېږلي

د انځور حقوق AP
Image caption د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په تېرو کلونو کې د بېرته لېږل شویو ماشومانو شمېر ډېر کم ښوده، خو په روانه اوونۍ کې یې په لومړي ځل اعتراف وکړ چې تر دوه نیمو زرو یې ډېر ماشوما له هېواد ایستلي دي.

د بريتانیا د کورنیو چارو وزرات اوس اعتراف کړی چې زرګونه بې وزله او بې کسه ماشومان چې په بريتانیا کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، بېرته خپلو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

په دوی کې ګڼ شمېر افغان ماشومان هم وو چې کلونو یې په بريتانیا کې ژوند کړی و، خو په پای کې د اوسېدو حق ورنه کړل شو.

ځينې نور ماشومان د سوریې او عراق وګړي وو او اوس د خپلو هېوادونو داسې سیمو ته په زور بېرته لېږدول شوي چې د ''اسلامي دولت'' ډلې په څېر د ترهګرو په ولکه کې دي.

په تېرو نهو کلونو کې کابو ۲۷۰۰ افغان، عراقي، سوري، ایران او لیبیایي ماشومان خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.

په دوی کې کابو ۲۰۰۰ ماشومان افغانان وو.

په دې ډله کې داسې ماشومان هم وو چې دلته په برېتانیا کې ښوونځیو ته تلل، ملګري یې موندلي وو او خپل راتلونکي ته لېواله وو. خو د سیاسي پناه غوښتنه یې په پای کې ونه منل شوه.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت په تېرو کلونو کې د بېرته لېږل شویو ماشومانو شمېر ډېر کم ښوده، خو په روانه اوونۍ کې یې په لومړي ځل اعتراف وکړ چې تر دوه نیمو زرو یې ډېر ماشوما له هېواد ایستلي دي.

ورته مطالب