اشرف غني: نړیوال باید د ترهګرۍ عوامل بابیزه ونه ګڼي

اشرف غني د انځور حقوق MSC
Image caption ښاغلي غني دا هم وویل، چې ''القاعده'' شبکه له منځه نه ده تللې، حال دا چې د القاعدې په پرتله داعش لا ډېره خطرناکه ډله ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني مونیخ ښار دوه پنځوسم امنیتي کنفرانس کې وویل، له ترهګرۍ سره مبارزه کې یوازې پر ستونزو تمرکز کول کافي نه دي، بلکې د ترهګرۍ عوامل باید له منځه یووړل شي.

نوموړي ''مجرمانه اقتصاد''، د انسانانو او نشه يي توکو قاچاق د ترهګرۍ د ډېرېدو لاملونه وګڼل.

ولسمشر غني د جمعې په ورځ (فبروري ۱۲مه) کنفرانس ته په وینا کې وویل، د نړۍ هېوادونه تر اوسه د ترهګرۍ له پدیدې سره د سمې مبارزې لپاره ګټوره تګلاره نه لري.

ښاغلي غني په افغانستان کې روانې جګړې ته په اشارې سره وویل، د غالب ګومان برخلاف، په دې هېواد کې جګړه داخلي بڼه نه لري، بلکې دې هېواد ته له چین، روسیې او په تېره بیا له پاکستان نه ناامنۍ او ستونزې راغلې دي.

ده وویل، د تېر کال کنفرانس کې یې د ''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې د خطر په اړه د نړۍ مشرانو ته خبرداری ورکړی و.

ښاغلي غني دا هم وویل، چې ''القاعده'' شبکه له منځه نه ده تللې، حال دا چې د القاعدې په پرتله داعش لا ډېره خطرناکه ډله ده.

نوموړي له داعش سره د ناټو په ملاتړ د افغان ځواکونو عملیاتو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، خوشحاله دی چې د افغانستان نړیوال ملګري پر دې هوکړه سلا شوي چې داعش هم لکه د القاعدې په شان خپل هدف وګرځوي.

تېره ورځ، په افغانستان ک د نړیوالو ځواکونو د ''قاطع ملاتړي ماموریت'' ویاند جنرال وېلسن شافنر افغانستان کې د داعش پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د بریدونو ډېرېدو خبر ورکړ.

په مونیخ کې ددغه کنفرانس د جوړېدو د بحث اصلي موضوع د روانو کړکېچونو څېړل دي، همداشان هغه امنیتي ستونزې پکې شاربل کېږي، چې دا مهال نړۍ ورسره مخامخ ده.

دغه کنفرانس د فبرورۍ له ۱۲ تر ۱۴ پورې دوام کوي.

د سږ کال کنفرانس کې د نړۍ نژدې ۶۰۰ مشرانو ګډون کړی.

ورته مطالب