"پاکستان دې د فضل الله وحيدي د خوشي کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي"

د انځور حقوق herat.gov.af
Image caption ښاغلي وحيدي څو کلونه د کونړ والي او د هرات چار سمبالي والي په توګه دنده ترسره کړې وه

دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د هرات او کونړ د پخواني والي د تښتونې په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده او په دې اړه يې له پاکستاني چارواکو د سملاسي کړنې غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت منلې چې فضل الله وحيدي د جمعې په ورځ (۱۲ فبروري) په اسلام اباد کې لا درکه شوی دی.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په خپله خپره شوې اعلاميه کې ويلي دي "ښاغلي وحيدي په پاکستان کې تښتول شوی، د افغانستان اسلامي جمهوريت د پاکستان له اسلامی جمهوريته غواړي چې د دغه هېواد امنیتي بنسټونه د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره تښتوونکې ډله وپېژنې او د ښاغلي وحيدي د خوشي کولو لپاره جدي اقدام وکړي".

په پاکستان کې افغان سفير عمر زاخېلوال بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې له پاکستاني لوری سره يې خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

د اسلام اباد پوليسو وايي د ښاغلي وحيدي د تښتونې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.

ښاغلي وحيدي څو کلونه د کونړ والي او د هرات چار سمبالي والي په توګه دندې ترسره کړې وې.

د ښاغلي وحيدي د کورنۍ غړو ویلي وو چې څو کسان په دوو موټرو کې راغلل او هغه يې له ځانه سره بوت. د دوی په وينا نوموړی له يو شمېر خپلوانو سره بريتانا ته د ويزي اخيستو لپاره اسلام اباد ته تللی و.

تر اوسه هېڅ کوم کس يا ډلې د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

همداډول د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي وحيدي پر اختطاف اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستانه يې غوښتي چې د نوموړي په خوشي کولو کې پوره هڅه وکړي.

نوموړي همدا راز د بريتانيا پر حکومت غږ کړی چې افغانانو ته په افغانستان کې دننه په خپل سفارت کې د ويزې ورکړې اسانتياوې برابرې کړي چې افغانان د بريتانيا لپاره ويزې اخيستو ته پاکستان ته په تلو مجبور نشي.

وړاندې هم په پاکستان کې د اډول پېښې رامنځ ته شوې دي، پاکستان کې پخوانی افغان سفير عبدالخالق فراهي د ۲۰۰۸ کال سپټمبر مياشت کې تښتول شوی و، چې بيا دوه کاله وروسته خوشي شو.

ورته مطالب