د ښار جوړونې وزارت په هرات کې خپل صلاحيتونه سيمه ييزې ادارې ته لېږدوي

Image caption د افغانستان د ښار جوړونی وزیر سید سعادت منصور نادري

د افغانستان د ښار جوړونی وزیر ویلي، په معیاري ډول د هرات د ښاري پراختیا په موخه خپل کاري صلاحیتونه سیمه ییزې ادارې ته لېږدوي.

سید سعادت منصور نادري، چی د هرات د ښاری پراختیا د څرنګوالی په موخه هرات ته تللی، وايي د هرات د ښاري او کلتوري ظرفیتونو په اړه معلومات لري او په ارزښت یی خبر دی.

د هرات والي محمد آصف رحیمی وايي ښاغلی نادري د افغانستان د کابینی لومړنی وزیر دی چې سیمه ییزې ادارې ته د واکونو د سپارلو په موخه یې خپل چمتووالی ښوولی دی.

ښاغلي رحیمي د ښارجوړولو له وزیره وغوښتل چې دا پریکړه په قانونی چوکاټ او په لیکلې بڼه عملي کړي.

ښاغلي نادري وايي سیمه ییزې ادارې ته د واک ورکولو په بدل کې غواړي چې اړوندې چارې په رڼه او شفافه توګه ترسره شي.

نوموړی وايي "زه د ښار جوړولو د وزیر په توګه تیار یم چې خپل واکونه د هرات ولایت ته ولېږدوم. چې خلک له سرګردانۍ خلاص شي. د ښار جوړولو له ريیس او هم د هرات له والي مې غوښتنه دا ده چې که زه د وزیر په توګه چمتو یم چې خپل واک دوی ته ولېږدوم نو دوی هم په پوره روڼتیا او شفافیت سره ګامونه اوچت کړي".

په دی غونډه کې د هرات د نوی ښاری ماسټر پلان په اړه هم خبرې وشوې چې په ۱۳۹۲ کال کی د ایټالیا په مرسته جوړ شوی دی.

هرات سره له دی چی په وروستیو کلونو کې ډېر پراخ شوی، خو د معیاري کانالیزاسیون نشتوالی، د نقشی خلاف او د هرات په زاړه ښار کی د هرات پخوانیو معماریو خلاف د نویو ودانیو جوړېدل تراوسه سترې ننګونې بلل کیږي.

ورته مطالب