پاکستان کې د وحیدي د تښتولو په تړاو کابل د پاکستان سفیر احضار کړی

د انځور حقوق MoFA
Image caption افغانستان له پاکستان غوښتي چې د وحیدي د خلاصون لپاره جدي ګامونه واخلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد کې د هرات او کونړ د مخکیني والي د تښتولو په تړاو کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او له پاکستان یې غوښتي چې د فضل الله وحیدي د ژغورلو او د تښتوونکو د موندلو لپاره ژر لاس په کار شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد کې د کونړ او هرات د مخکیني والي فضل الله وحیدي د تښتولو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د یکشنبې په ګهیځ (سلواغه ۲۵مه)، کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین ورغوښتی او اسلام آباد کې یې د ښاغلي وحيدي د تري تم کېدو په تړاو خپله اندېښنه ورته وړاندې کړې ده.

سرچینه وايي، ښاغلي کرزي د پاکستان سفیر ته وویل: ''دې ته په پام سره چې ښاغلی وحیدي د افغانستان یو مهم شخصیت دی او دا پېښه د پاکستان اسلامي جمهوریت په یوه خوندي سیمه او پلازمېنه کې شوې ده، کابل له پاکستان غواړي چې له خپلو ټولو امکاناتو دې د تښتوونکو څرک ولګوي او د ښاغلي وحیدي د خلاصون لپاره دې جدي ګامونه واخلي''.

پاکستان کې د افغانستان سفارت د تېرې جمعې په ورځ (سلواغه ۲۳مه) ومنله چې فضل الله وحیدي اسلام آباد کې تري تم شوی دی.

د ښاغلي وحيدي د کورنۍ غړو ویلي، نوموړی اسلام آباد کې د چکر وهلو پرمهال نا پېژاندو کسانو موټر ته خېژولی او له ځانه سره یې وړی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د هرات پخوانی والي د مازدیګر څلورنیمو بجو له خپل دوولس کلن لمسي سره په پلورو بوخت و چې ناپېژاندو کسانو هغه وتښتاوه، او لمسي یې د تښتولو په اړه پولیس خبر کړل.

د انځور حقوق herat.gov.af
Image caption فضل الله وحیدي لومړی د ختیځ کونړ ولایت او بیا د لوېدیځ هرات والي و

د ښاغلي وحیدي کورنۍ وايي، نوموړی له خپلو ځینو دوستانو سره اسلام آباد ته د بریتانیا د وېزې ترلاسه کولو لپاره هلته تللی و.

وړاندې هم په پاکستان کې د اډول پېښې رامنځ ته شوې دي، پاکستان کې پخوانی افغان سفير عبدالخالق فراهي د ۲۰۰۸ کال سپټمبر مياشت کې تښتول شوی و، چې بيا دوه کاله وروسته خوشي شو.

ورته مطالب