"طالبان په جګړو کې له ماشومانو کار اخلي"

د انځور حقوق website
Image caption دغه تازه راپور د ۱۳ ماشومانو له خپلوانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی چې د دوى په وينا طالبانو خپلو لیکو ته جذب کړي و

د بشري حقونو د څار بنسټ چې مرکز یې په نیویارک کې دى ادعا کوي د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې طالبانو تر پخوا ډېر له ماشومانو د پوځي موخو لپاره کار اخستی.

دغه بنسټ وايي طالبان لومړی دغو ماشومانو ته روزنه ورکوي او بیا له هغوی د ماینونو په جوړولو او پر لارو او سړکونو د ماینونو ځای پر ځای کولو کې کار اخلي.

د بشري حقونو د څار بنسټ دغه تازه راپور د هغو ۱۳ ماشومانو له خپلوانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی چې د دوى په وينا طالبانو خپلو لیکو ته جذب کړي و.

دوى وايي د دغو ماشومانو د ژغورلو لپاره ځینو قومي مشرانو هم هڅې کړي دي.

د دغو ماشومانو له ډلې څو تنه یې د تخار، قندوز او بدخشان اوسېدونکي دي او عمرونه يې دیارلس کاله او یا له هغه هم کم ښودل شوي دي. طالبانو دا راپور رد کړى دى.

د دغه بنسټ څېړونکې پاټریشیا ګوسمن، وايي دغه افغان ماشومان باید په ښوونځي او کورونو کې له خپل مور او پلار سره وای "نه دا چې د طالبانو په لیکو کې د جګړې لپاره د یوې وسېلې په توګه وکارول شي".

د بشري حقونو د څار بنسټ ادعا لري طالبانو د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې له دیني مدرسو د جګړې لپاره د هغو ماشومانو په روزلو کې کار اخيستی چې عمرونه يې د ۱۳ او ۱۷کلونو ترمنځ دي، او له دغې ډلې زیاترو په جګړه کې هم برخه اخستې ده.

راپور کې راغلي چې په کندوز کې روزل شوي ماشومان شمالي وزیرستان ته هم استول شوي دي.

د راپور تر مخه د دغو ماشومانو خپلوان وايي طالبانو د دوی کوچنيان له اوه کلنۍ تر ۱۳ کلني پورې روزلي، په دغې موده کې يې د هغوی ذهنونه اړولي اوهغوی ته يې د جګړې روزنه ورکړې ده .

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغان طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې له ماشومانو په جګړه کې کار اخېستل دوی منع کړی

د کندوز يو شمېر اوسېدونکو د بشري حقونو د څار بنسټ ته ویلي چې "په ۲۰۱۵ کال کې طالبانو یواځې له چهار درې ولسوالۍ څه باندې ١٠٠ تنه ماشومان جلب کړي او جګړې ته یې استولي دي".

راپور کې د دې خلکو له خولې ويل شوي دي چې "طالبان ځکه د ماشومانو جلبولو ته ډېره هڅه کوي چې هغوی د دوی په وینا جهاد ته په اسانۍ هڅول کېږي".

دغه سازمان وايي طالبان په خپلو مدرسو کې زده کوونکو ته خواړه او جامې په وړیا توګه ورکوي، د هغوی له کورنیو سره هم مرسته کوي او په دې سره د بې وزلو کورنیو پام ځانته ور اړوي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي نړیوال قوانین هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له ۱۵ کلونو د کم عمر ماشومانو جګړې ته واستوي.

طالبانو د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ته د غبرگون ښودلو پر مهال دا په په کلکه رد کړی.

د افغان طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې له ماشومانو په جګړه کې کار اخېستل دوی منع کړی او هېڅ ماشومان نه شي کولی چې د دوی د ماینونو جوړولو مرکزونو ته ورشي.

د بشري حقوقو د څار د سازمان له راپور وړاندې ځينو افغان چارواکو هم ادعا کړې کوله چې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي ماشومان یې نیولې دي.

ورته مطالب