د غزني ولایت لیرې سیمې روغتیايي خدمتونه غواړي

Image caption د غزني والي محمد امان حمیمي هم وايي، د خلکو د روغتیایي ستونزو د هواري په موخه یې د عامې روغتیا ریاست ته لارښوونه کړې.

له دې سره سره چې دافغانستان د روغتیا وزارت وايي، اوس یې د هېواد په کچه ۹۰ په سلو کې سیمو ته روغتیايي خدمتونه رسولي دي، خو د غزني د لیرې پرتو سیمو وګړي وايي، په سیمو کې روغتیایي ستونزې ورځ تربلې ډېرېږي.

علم جان د ګیرو ولسوالۍ یوتن اوسېدونکی وايي:

''زموږ د لسوالۍ لارې خامې دي. د شلګر سیمې ته خپل ناروغان نه شو رسولای. موږ ته باید کلینیک جوړ شي او داسې ځای کې جوړ شي چې خلک ورته ورسېدای شي. زموږ کلی د ګیرو ولسوالۍ په وروستۍ برخه کې دی. دا زموږ سیمه ۹۸ کلي لري. خو باور وکړئ چې نه کلینیک لرو، او نه هم ډاکتر شته او له سختو ستونزو سره مخامخ یو''.

ددغې ولسوالۍ وګړي وايي د عامې روغتیا د وزارت له لوري ورته کلینیکونه منظور شوي خو د ولایتي چارواکو د لاسوهنې له کبله نه ورکول کیږي.

د ګیرو اوسیدونکی مولوي محمد اکبر بیا ادعا کوي او وايي:

''د ګیرو ولسوالي څلویښت زره اوسېدونکي لري خو لا هم له روغتیايي خدمتونو څخه محروم یو. په دا شپږ کاله کې ترلس ځلې زیات مو چارواکو ته مراجعه کړې. هغه شرایط چې روغتیايي چارواکو راباندې کېښودل هغه مو ومنل. ضمانت مو ورته ورکړ. خو بستونه د اعلان په حال کې وو له وزارت څخه مو منظوري هم درلوده د وزیر احکام مو هم درلودل خو د غزني د والي له خوا هغې موسسې ته چې د روغتیایي خدمتونو وسایلو او تجهزاتو په برخه کې مرسته کوي، هالته یې مکتوب وراستولی چې په ګیرو ولسوالۍ کې کلینیک مه فعالوئ''.

د ګیلان د ولسوالۍ یو مخور فاروق بویا وايي، دلته کلینیک شته خو دارو درمل او مسلکي کسان نه لري په ډیرو حالاتو کې د میندوارو مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ وي.

په غزني کې د عامي روغتیا مشره ضیاء ګل اسفنديي هم د ګیرو د ولسوالۍ د خلکو ستونزه مني او وايي چې

لاهم د غزني په ځینو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې ورته روغتیایي خدمتونه نه دي رسول شوي:

''د ګیرو په ولسوالۍ کې مو جامع روغتیایي مرکز درلود چې له شپږو کلونو راهیسې د ناامنۍ له امله تړلی دی. خو موږ کوښښ کوو چې دا کلینیک باید پرانیستل شي او دا چې زموږ د خلکو اړتیا زیاته ده خو موږ به یې دا عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز وکړو څو چې د عامې روغتیا وزارت یې منظوري ورکړي''.

د غزني والي محمد امان حمیمي هم وايي، د خلکو د روغتیایي ستونزو د هواري په موخه یې د عامې روغتیا ریاست ته لارښوونه کړې:

''څو ورځې وړاندې نژدې سل یونیم سل د ګیرو مخور او سپین ږیري راغلي وو. دوی د کلینیک په اړه ستونزې درلودې دوی له ما سره خبرې وکړې چې ما د عامې روغتیا ریسه کابل ته واستوله. د ګیرو د ولسوالۍ نفوس ډیر دی چې ښايي یو کلینیک به ورته کفایت ونکړي. ان شاء الله ددوی د ستونزو د حل لپاره به په اصولي ډول اقدام وشي''.

روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی د افغانستان د زیاترو سیمو وګړي کړوي په تېره بیا د ژمي په سختو ورځو کې چې لارې هم بندې وي خلک په اسانۍ سره نه شي کولای خپل ناروغان روغتیایي مرکزونو ته ورسوي چې په داسې حالاتو کې ځینې ناروغان په ځانګړې توګه میندوارې ښځې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

ورته مطالب