افغان سوله کې د ونډو منډې

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان پلازمېنه کابل کې به د سې شنبې (فبروري ۲۳) د سولې د خبرو په اړه يوه څلور اړخیزه ناسته کېږي

په افغانستان کې د جګړې لپاره چې څومره لګښتونه کېدل، د سولې په نوم هم د نړیوالو د پیسو ژرندې ګرځېدې، خو پایلې يې وچې وې.

پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د سولې په نوم ډېر کورونه کرایه شوي وو، په ډېرو سیمو کې داسې ادعاوې هم شوې دي چې يو شمېر چارواکو لا خپلې ودانۍ "د سولې په نوم پیسه ورکونکو ته کرایه ورکړې وي".

دغو ودانیو ته تلونکي راتلونکي خلک هم رضاکاران نه وو. دوی هم "خرڅ اوخواړه د سولې له نامه اخيسته". په ولایتي کچه هم دا لړۍ ښه "توده" روانه وه، ځينو پخوانیو قومندانانو چې په حکومتي اډانه کې یې ځانونه نه ليده، د ډېرو په اند دا ورته د خپل پخواني "نوم د ساتلو اسانه لاره" ښکارېده.

حکومت هم له دې امله نيوکو لاندې راغلى چې د پاخه عمر هغه کسان چې نور یې له دوی سره کار نه شو کولی د سولې شورا او نورو اړونده پروګرامونو ته ورپېژندل.

د دې پروسې ډېرى منتقدين په دې اند دي چې دې لړ کې "رسوايي هله ډېره شوه چې په ځینو سیمو کې عادي خلک د وسله والو په نوم حکومت ته ور وستل شول".

د افغانستان په ختیځ کې یو ځايي خبریال وايي "داسې پېښې هم کېدې چې ځیني کسان په څو واري د سولې له بهیر سره یو ځای کېده او له حکومت ورته ټاکل شوی امتیاز ورکول کېده".

د چارو ځيني څارونکي په دې اند دي چې د سولې په نوم د امریکا پیسې ځېنو "مدني فعالیتونو هم خوړلې". يو ډېر شمېر کسانو چې غوښتل يې د مدني فعالیتونو لپاره پروژې واخلي، هڅه یې کوله د سولې نوم له خپلې ټولنې سره وتړي.

خو کله چې ولسمشر محمد اشرف غني واک ته ورسېد د سولې لپاره دخورو ورو هڅو بڼه وا وښته. هغه له پاکستان سره د سولې او خبرو یو څه د لوړې کچې کار پیل کړ، که څه هم ډېرې هيلې یې له ځانه سره نه درلودې. د سولې د هڅو د دې نوې بڼې په اړه د سولې عالي شورا مرستیال اسدالله وفا وايي، "له ده سره په یوه پلاوي کې چې د بهرنیو چارو اوسنی وزیر صلاح الدین رباني او د دفاع چار سمبالی وزیر معصوم ستانکزی ملګري وو، پاکستان ورسره چې کومه ژمنه کړې پلاوي ته هغسې ځواب ور نه کړ". ښاغلى وفا وايي "ان هلته د خپل ورتګ په لګښت لا خوښ نه و چې سفر یې بې پایلې شو".

خو وروسته اسلام اباد ځینې داسې څه وکړل چې د بې باورۍ خړه فضا یو څه د لیدو شي. د مري خبرې یو ډاډمنه کيسه وه، خو کله چې د چین او امریکا پښې مخامخ دغه بهیر ته دننه شوې، باور یو څه نور ور ډېر شو.

د خبرو افغاني اړخ غښتلي کولو لپاره سرچیني وايي، طالبان له هغه شرطه هم پسې اوړي چې ویلي و خبرې یواځې له امریکا سره کوي. نو ځکه غواړي د سولې عالي شورا جوړښت دې له هغې اډانې راووځي چې پخوا پرې تور لګیده چې "طالب دښمنه خلک" په کې یوځای دي.

اوس د سولې د عالي شورا مشرۍ ته د پیر سید احمد ګیلاني نوم یادیږي.

د انځور حقوق arg
Image caption وړاندې ځينو دولتي سرچينو د سولې عالي شورا د مشر په توګه د پیر سيد احمد ګيلاني د ټاکلو خبر ورکړی و.

ډېرو سره گومان دا دى چې د پيرګیلاني ټاکنه به عبد الرب رسول سیاف او ځيني نور مشران چې غواړي "د پخوانيو مجاهیدینو ونډه " دې په دې برخه کې غوښنه وي. په پیر گيلاني به د مجاهیدینو غوښتنه پوره شي او طالبان هم په ظاهره له ښاغلي ګیلاني سره د دښمنۍ کومه ترینګلې خبره نه لري.

له نورو سیاستوالو سره د خپلو ونډو فکر شته، د قطر پلازمېنه دوحه کې د پګواش وروستۍ غونډې ته د پخواني حکومت د ډېرو چارواکو بیړه وه چې په کې برخه واخلي او له طالبانو سره له خبرو مخکې ګیلې مانې لېرې کړي، یو شمیر دغو چارواکو او سیاستوالو ظاهرا کابل کې د سولې د هڅو په نیت یو دفتر هم تازه پرانست.

د دغه دفتر مشر خلیل الله صافي بي بي سي سره په خبرو کې وویل دوی ملګرو ملتونو، افغان حکومت او طالبانو ته د خپل منځګړیتوب لاسونه ښورولي" قطر، اسلام اباد او نور هیوادونو ته مو سفرونه کړي، له خلکو سره په اړیکه کې یوو خو اوس تر هر څه ډېر د څلور هیوادیزې غونډو پایلو ته په تمه یوو".

د سولې د بهير گڼ څارونکي په دې اند دي چې "ځېنو سره دا فکر پېدا شوى که سوله کېږي نو د دوى ګټه به په کې څه وي او همدې بېلابېل دریځونه رامنځ ته کړل".

دریځونه

د ولسمشر غني د ښې حکومتولۍ لپاره ځانګړي استازی څو ورځې په پرله پسې ډول په پوځي چورلکه کې شمالي ولایتونو ته ورغی او هلته یې په خپلو څرګندونو کې وویل چې "دسولې پیل شوی بهیر یوه جعلي ډارمه ده او پخواني مجاهدین دې د حکومت ساتلو لپاره په وسلو ګوتې ووهي".

د شمالي ولایت بلخ سر پرست والي عطا محمد نور چې د طالبانو پخوانی سرسخت مخالف دی، دسولې خبرو ته خپل شرطونه کېښودل.

مخکيني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سوله په هغه بیه نه ارزوي چې دی یې څو کلنې لاس ته راوړنې یادوي.

له دې هر څه سره سره د ولسمشر غني ضرب الاجل لا لوی دی چې وايي که راتلونکي پسرلي ته له طالبانو سره دسولې د خبرو سر معلوم نه شي، ټول زور به یې جګړې ته ټول شي.

اوس کابل د سولې او جګړې په دواړو لارو هم مهاله ځي، د ګټې او پاتې کیدو چانس ژر د شننې نه دی.