کابل د افغان سولې د څلور اړخیزې ناستې کوربه توب کوي

د آرشیف انځور د انځور حقوق

د افغانستان پلازمېنه کابل به سبا سې شنبې (فبروري ۲۳مه) د سولې د خبرو په اړه د څلور اړخیزې ناستي کوربه وي. په دې ناسته کې د امریکا، افغانستان، چین او پاکستان استازي له طالبانو سره د سولې د خبرو د لارې د نقشې پر جوړولو بحث کوي.

په دې غونډه کې له طالبانو سره مخامخ خبرو د نېټې ټاکل هم شامل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، کابل کې د سولې د همغږۍ د غړو په څلورمه ناسته کې د سولې د خبرو د نقشې پر ډاډمنېدو خبرې کېږي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني وايي د دې ډلې استازو ژمنه کړې چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د نېټې د ټاکلو لپاره به په ګډه کوښښ وکړي:

"د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په درېیمه ناسته کې د سولې د خبرو د نقشې پر ډاډمنېدو ژمنه کړې وه او ویلي يې و تر هغه چې دا زمینه برابرېږي، خپلو ناستو ته به دوام ورکوي. نو ځکه هلته پرېکړه وشوه چې د فبرورۍ پر ۲۳مه به څلورمه ناسته کېږي او په هغه ناسته کې پردې هم پرېکړه وشوه چې له طالبانو سره د افغان دولت د استازو د مخامخ خبرو د نېټې د ټاکلو لپاره به په ګډه کوښښ وکړي".

تمه نه کېږي چې دا دې د افغانستان د سولې لپاره د همغږۍ د غړو وروستۍ ناسته وي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي تر هغو پورې به دا ناستې دوام ولري چې د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرېږي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره لومړني ناستې مخکې هم شوي دي.

خو د طالبانو د مشر ملاعمر د مړینې د خبر له خپرېدو سره دغه خبري هم ودرېدې.

د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې د ناستو پایلې له ډیرو شکونو سره مل دي.

دغه ډله د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو لپاره د زمینې برابرولو لپاره جوړه شوې ده .

افغان دولت وړاندې د سولې د خبرو د زمینې د برابرولو لپاره د پاکستان د تیاري خبر ورکړی و.

ورته مطالب