د بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې تاوتريخوالی ډېر شوی

د بښنې نړيوال سازمان په يوه وروستي راپور کې راغلي په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان د ولسي وګړو پر وړاندې تاوتريخوالي کې زياتوالی راغلی و.

د راپور له مخې وسله والو طالبانو او نورو مخالفو ډلو بريدونو په افغانستان کې د ولسي وګړو د وژنې په شمېر کې زياتوالی راوستلی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې" ۷۰ سلنه ولسي وګړي د طالبانو له خوا بريدونو کې وژل شوي وو".

د بښنې نړيوال سازمان د اسيا څانګي مسول چمپا پټېل دغو شمېرو ته په اشارې سره ويلي چې له دې کبله په زرګونه افغانان له خطرناکو لارو اروپا ته ځي.

همدا ډول نوموړي ويلي چې د طالبانو په څېر وسله والې ډلې بايد پر ولسي وګړو "بې رحمانه بريدونه" ودروي.

د بښنې نړيوال سازمان په راپور کې راغلي چې په تېر کال کې د ځينو پوليسو له خوا "پر ماشومانو جنسي بريدونو، هدفي وژنې، غيرقانوني نيوني او ځورولو څخه هم راپورونه ورکړل شوي دي".

تېر کال نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې امريکایي ځواکونو د ملي پوليسو له خوا د "ماشومانو جنسي ځورنې چې د امريکايانو په اډو کې ترسره کېدي له پامه غورځولې وې".

د بښنې نړيوال سازمان د اسيا څانګې مسوول وايي افغان حکومت بايد د ولسي وګړو د ساتنې لپاره ډېره هڅه وکړي.