له افغان ځواکونو سره د روسيې ۱۰ زره کلاشنیکوفونو مرسته

د انځور حقوق AFP
Image caption اتمر وویل، افغانستان او روسیه له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي. ځکه نور نړیواله ترهګري د سیمې د ټولو هېوادونو او روسیې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن چارشنبې (سلواغه ۶)، کابل کې د روسیې د سفیر له خوا د ۱۰ زرو کلاشنیکوفونو مرسته ترلاسه کړه.

نوموړي د دغې مرستې په تړاو جوړ شوي کنفرانس ته وویل، دا مرسته د افغانستان لپاره سیاسي اهمیت لري.

اتمر وویل، افغانستان او روسیه له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي. ځکه نور نړیواله ترهګري د سیمې د ټولو هېوادونو او روسیې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتڅکي وویل، مسکو د یوه آزاد او بې پرې افغانستان غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو کلونو کې روسیې د افغانستان په تړاو له امریکا او ناټو سره همکاري کړ ده او د افغانستان لپاره یې ''ډېر کارونه'' کړي دي‎.

د روسي سفیر په وینا، روسیې تر اوسه له افغانستان سره ۶۳ Mi ۱۷ الوتکې مرسته کړې، همدارنګه افغان امنیتي ځواکونو ته یې مسلکي روزنې ورکړې دي.

بل خوا، د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل، د ترسره شویو ارزونو له مخې، راتلونکی هجري لمریز کال به د افغانستان لپاره له ستونزو ډک کال وي. ده دا هم وویل، له شک پرته افغانستان به له ځینو کړاوونو سره مخامخ شي خو کابل به د هر ډول وضعیت لپاره د چمتووالي هڅه وکړي.

ښاغلي اتمر د سولې د هڅو په تړاو هیله وښوده چې په وینا یې : ''هغه کسان چې د ملت پرضد جنګېږي او افغانان دي، موږ ترې غواړو چې له جګړې لاسونه لاس په سر شي. خو هغه چې جګړې ته ادامه ورکوي د افغانستان دولت به له دوی سره د جوړجاړي پروګرامونه ولري''.

د انځور حقوق Reuters

د ده په وینا، ''د ازبکستان، ختیځ ترکستان او لشکر طیبه ترهګر افغانان نه دي''، او د دوی د کورنيو همکارانو پروړاندې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام وکړي.

نوموړي وویل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند نه هم د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو غوښتنه شوې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسي سفیر په وینا، روسیې تر اوسه له افغانستان سره ۶۳ Mi ۱۷ الوتکې مرسته کړې، همدارنګه افغان امنیتي ځواکونو ته یې مسلکي روزنې ورکړې دي.

ورته مطالب