"افغانستان كې د اداري فساد پر ضد سیاسي اراده نشته"

په افغانستان کي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي په دې هېواد کي د اداري فساد پرضد د مبارزې لپاره د سیاسي ارادي د نه شتون په اړه اندېښنه لري.

دغه بنسټ په دې مبارزه کي د حکومت ګامونه ناکامه وګڼل او وايي چې د دې مبارزې پر وړاندي پرتي ننګوني د زیاتېدو په حال کي دي.

دې بنسټ په خپل شپږ میاشتني رپوټ کي په یو شمېر دولتي ادارو کي ځینو اصلاحاتو ته اشاره کړي او خبردارى يي ورکړی که د فساد سره مبارزې ته پام و نه شي د افغانستان لپاره به ناوړه پایلې ولري.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکي ګډې کمیټې په افغانستان کي د امنیتي حالت خرابوالی، د بې روزګارۍ ډېروالی، د نړیوالو مرستو کمېدل، بهر ته د کډوالو تګ زياتېدل او د اداري فساد سره مبارزې لپاره د ملي یووالي د حکومت د کمزورۍ په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

د دې بنسټ په شپږ میاشتني رپوټ کي کډوالو ته د ځمکو په ویش، د لوړو زدو کړو وزارت کي ګومارنې او ازموينې، متقاعدینو ته د حقوقو ویش، په برېښنا شرکت کي داخلي میکانیزم او اداري اصلاحاتو کمیسیون کي د کاري پروسې ساده کولو کي سمونو ته اشاره شوې ده.

خو بيا هم د دې بنسټ مشر ډاکتر شوکت حسن نن کابل کي يوې خبري ناسته کي دغه گامونه ناکام وبلل.

نوموړی وايي بايد ووایم چې دا بنسټ د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي د حکومت د وړتيا په اړه اندېښنه لري. حکومت سخته اړتیا لري چۍ خلکو ته ډاډ ورکړي چې د فساد سره د مبارزې لپاره ژمن دي. تر کومه ځايه چې موږ موندلې دغه باور د له منځه تلو په حال کي دي.

ښاغلی شوکت حسن زياتوي، "څو ورځې مخکې موږ په هرات کي وو او بېلابېلو خلکو سره مو خبري وکړي. موږ ته معلومه شوه چې خلک ډېر ناخوښ دي. د هغوي شکایت دا وو چې ولسمشر پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. نو حکومت باید د فساد پرپد مبارزه چټکه کړيي".

دا کمیټه وايي د سیاسي ارادې د رامنځ ته کولو او د حالت د بدلولو لپاره رښتينو گامونو پورته کولو په برخه کي افغانستان په تېزۍ سره خپل وخت له لاسه ورکوي.

د دې کمیټي یوه غړي یما ترابي وویل، اړتیا وه چې ځیني کارونه څو میاشتي مخکي شوي وای لکه د "لوی څارنوال ټاکل".

نوموړی وايي "سياسي اراده د يوه يا دوو تنو اراده نه ده زموږ موخه له سياسي ارادې څخه د ټول سياسي قشر اراده ده"

د ده په وينا که "پارلمان د حکومت سره مرسته ونه کړی او داسې قوانين جوړ نه کړي چې د فساد سره د مبارزې لپاره ګټور وي نو موږ په دې برخه کې پرمختګ نه شو کولای".

د ادارې فساد سره مبارزه د نړیوالو له خوا د افغانستان سره د مرستو د دوام له اصلي شرطونو څخه ده. او د ملي یوالي حکومت مشرانو هم د کار په پیل کي ویلي وو چې دغه مبارزه به يي د کار له لومړیتوب څخه وي.

ياده شوې خپلواکه کمیټه وايي اړتیا ده، هغه کارونه چې تر اوسه نه دي شوي، پر هغو باید له سره کتنه وشې او د حالت د سمون په خاطر باید اړین ګامونه پورته شي.

دا بنسټ هیله ښيي چې افغان حکومت به د اداري فساد سره د مبارزې لپاره ډېر پام وکړي. همدارنګه خبردارى ورکوي که افغان حکومت دې موضوع ته پام ونه کړي، د فساد شتون به د افغانستان لپاره ډېري ناولې پایلې ولري.

ورته مطالب