د لیونل میسي مینه وال افغان ماشوم بالاخره اصلي کمېس وموند

د انځور حقوق unicef.af
Image caption میسي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د ښو هیلو سفیر دی او ماشوم ته د کمېس په لیږد کې دغې ادارې مرسته کړې

هغه افغان ماشوم، چې د مشهور فوټبال لوبغاړي لیونل میسي لسمه شمېره په لاس جوړ کمېس اغوستو له کبله یې شهرت وموند بالاخره توانیدلی له ارجنټایني فوټبالره اصلي کمېس تر لاسه کړي.

بي بي سي ټرینډینګ د دغه ماشوم ځای ځایګي معلومولو کې مرسته کړې، چې د میسي تر ټولو لوی مینه وال پيژندل شوی. دغه ماشوم چې مرتضی احمدي نومیږي د غزني جاغوري سیمې اوسېدونکی دی.

د میسي اداري مسوولینو تایید کړي، چې مرتضی ته د پنجشنبې په ورځ د بارسلونا فوټبال کلب فارورډ لوبغاړي ' چې پنځه ځلې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی بلل شوی ' له لوري لاسلیک شوی کمېس له یوه فوټبال سره په رسمي توګه استول شوی دی. مرتضی، چې د خپل ګول خوښي یې لمانځله په ویاړ وویل:

'زه له میسي سره بې کچې مینه کوم او زما کمېس وايي، چې میسي له ما سره مینه کوي.'

د مرتضی احمدي لټون له یوه انلاین خپاره شوي تصویره پیل شو، چې په لاس له یوې اودي رنګه پلاستیکي کڅوړې جوړ شوی کمېس یې پکې اغوستی، چې د ارجنټایني لوبغاړي د کمېس په څېر تورې کرښې پرې کښل شوې دي.

د انځور حقوق
Image caption د مرتضی احمدي لټون له یوه انلاین خپاره شوي تصویره پیل شو

لومړی داسې ادعا کېده، چې ګواکې دغه ماشوم د عراق کرد دی او ارجنټاینی لوبغاړی غواړي یو مناسب کمېس ورکړي.

خو هغې سرچینې، چې وايي دغه تصویر یې د عراق په دهوک کې اخیستی ومنله، چې دا یې رغولی و. مرتضی بالاخره د هغه د تره عظیم احمدي په وسیله وپيژندل شو، چې له افغانستانه استرالیا ته تللی او نوموړي د بي بي سي او خپل کشر ورور عارف تر منځ چې د مرتضی پلار دی اړیکه ټینګه کړه.

د غزني دغه بزګر تایدد کړه، چې هغه ماشوم، چې د نړۍ لر او بر کې یې د خلکو پام ځانته کړی، د ده زوی دی او وايي مرتضی ډېر خوښ دی.

میسي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د ښو هیلو سفیر دی او ماشوم ته د کمېس په لیږد کې دغې ادارې مرسته کړې، چې د یاد ماشوم عکس یې هم پر خپله فېسبوکپاڼه خپور کړی دی.