'اشرف غني: د ولسي وګړو له وژونکو سره د سولې خبرې نه کوو'

اشرف غني د انځور حقوق
Image caption ولسمشر غني وايي، حکومت به له هېڅ هغې ډلې سره د سولې خبرې ونه کړي چې د عامو خلکو د وژل کېدو لامل ګرځي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد ختیځ کونړ ولایت په ځانمرګي برید کې د ولسي وګړو وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، پر عامو خلکو بریدونه او په وینو د هغوی لت پت کول لوی جنایت دی چې په هېڅ دین او قانون کې نه شي توجیه کېدای.

ولسمشر غني وايي، حکومت به له هېڅ هغې ډلې سره د سولې خبرې ونه کړي چې د عامو خلکو د وژل کېدو لامل ګرځي.

د تېرې شنبې په ورځ (کب اتمه) د کونړ مرکز اسد اباد کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۴ ولسي وګړي ووژل او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

د برید پړه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې.

د کونړ له برید څو ساعته وروسته، کابل کې د ملي دفاع وزارت دروازې مخې ته پر عمومي سړک یوه بل ځانمرګي برید لږترلږه ۱۵ افغانان ووژل او تر ۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

دا بریدونه داسې مهال وشول، چې تېره اونۍ کابل کې د افغانستان او پاکستان چارواکو له طالبانو سره د مخامخ خبرو د 'لارې د نقشې' پر سر خبرې وکړې.

دوی هوکړه وکړه چې د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي.

ورته مطالب