دفاع وزارت: ځانمرګي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، برید د ملي دفاع وزارت خروجي دروازه کې پر عمومي سړک وشو.

د افغانستان ددفاع وزارت ویلي، د تېرې شنبې په ورځ (کب اتمه، فبروري ۲۷مه) ددغه وزارت مخې ته په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۵ کسانو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۳۱ دی.

دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، برید د ملي دفاع وزارت خروجي دروازه کې پر عمومي سړک وشو.

سرچینه وايي، په برید کې د دفاع وزارت درې افسران، درې بریدملان، درې خدماتي کارکوونکي او یو ملکي مامور او یو ملکي انجینر او څلور ولسي وګړي وژل شوي.

په ټپیانو کې د یوې مېرمنې په ګډون ۹ افسران دي، چې درې یې بریدملان، د یوې ښځې په ګډون درې سرتېري او ۱۱ د دفاع وزارت ملکي کارکوونکي دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د دفاع وزارت دروازه کې یې یوه ملګري پر راوتونکو افسرانو ځانمرګی برید کړی.

نوموړی ادعا کوي چې ''برید کې ۲۳ افسران وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي''. خو د نوموړي دا ادعا تر اوسه چا نه ده تایید کړې.

د انځور حقوق AFP

دا برید په ختیځ کونړ ولایت کې له یوه بل هغه خونړي ځانمرګي برید څو ساعته وروسته وشو، چې لږترلږه ۱۴ کسان پکې ووژل شول او تر ۴۰ ډېر نور پکې ټپیان شول.

د کونړ د برید پړه تر اوسه چا نه ده منلې.

دا بریدونه داسې مهال وشول، چې په پام کې ده راتلونکې اونۍ له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې نوې خبرې پیل شي.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق EPA

ورته مطالب