د سردار محمد داود خان مقبره جوړېږي

محمد داود خان د انځور حقوق
Image caption د افغانستان لومړنى ولسمشر محمد داود خان د ١٣٥٧ کال د ثور په کودتا کې وژل شوى و.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د هېواد د لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان د قبر جوړولو امر کړی.

د کب پر ۹مه، له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د محمد داود خان د مقبرې جوړولو لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو امر هم کړی.

خبرپاڼه وايي، د داود خان او د هغه د کورنۍ د غړو مقبره به د دولت پر لګښت جوړېږي، خو ولسمشر غني د داود خان د مقبرې جوړولو لپاره له خپل جیبه د ۲۰ زره ډالرو ژمنه هم کړې ده.

ولسمشر غني ویلي، د ارواښاد داود خان او د کورنۍ د غړو د مقبرې جوړېدو د نورو لګښتونو لپاره به د مرستې راغونډولو یو صندوق هم جوړ شي.

بل خوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د داود خان د کارنامو په اړه به یو څېړنیز سمینار هم جوړ کړي.

د افغانستان لومړنى ولسمشر محمد داود خان د ١٣٥٧ کال د ثور په کودتا کې وژل شوى و.

دېرش کاله وروسته يې هډونه د کورنۍ له شپاړلو نورو غړو سره يو ځاى کابل ته څېرمه په څرخي پله کې وموندل شول.

تر اوږدو څېړنو او تشخيص وروسته د داود خان او ورو يې نعيم خان هډونه د ١٣٨٧ کال د کب په اووه ويشتمه، د دارالامان پر يوه غونډۍ، چې اوس د"شهيد سردار داود خان" نوم ورکړ شوى، خاورو ته وسپارل شول. د کورنۍ د نورو غړو هډونه يې تر دې يوه ورځ وړاندې همدغلته خاورو ته سپارل شوي وو.

محمد داود چې پخپله پوځي سړى و نو د ځوانۍ له پيره يې د افغانستان په ختيځ او سويل کې د نايب الحکومة په توگه دندې تر سره کړې وې، هغه په ١٣٥٢ لمريز کال کې د خپل تره پر زوى محمد ظاهر شاه د پوځي کودتا وروسته دغلته جمهوري نظام اعلان کړ.

ورته مطالب