چين له افغانستان سره په نظامي برخه کې ۷۳ ميليونه ډالر مرسته کوي

د انځور حقوق ARG
Image caption د چين لوی درستيز له افغان چارواکو سره کتلي وو

د چین لوی درستیز جنرال فانګ فنګ ‌هوی افغان پلازمېنې کابل ته تللی وو او هلته يې له افغان ولسمشر او د ملي امنيت له مشارو سره ليدلي وو.

نوموړي افغانستان له اجراييه رييس سره هم ليدلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی فانګ فنګ هوی له ولسمشر اشرف غني سره د ليدنې په ترڅ کې له افغانستان سره په نظامي برخه کې د شاوخوا ۷۳ ميليون ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو غاړو په افغانستان، چين، پاکستان او تاجکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلی فانګ پرون (۲۹ فبروري) د يوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته تللی و.

په دغه ليدنه کې د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر او د دفاع وزارت چارسمبالی معصوم ستانکزي هم ګډون درلود.

د انځور حقوق ARG
Image caption نوموړي له د افغانستان له اجراييه رييس سره هم ليدلي دي

وړاندې د افغانستان د ملي امنيت وياند تواب غورځنګ بي بي سي ته ویلي و چې د دواړو هېوادونو تر منځ اطلاعاتي همکارۍ د دغو خبرو اصلي موضوع وه چې حنيف اتمر او ښاغلي فانګ پرې خبرې وکړې.

چین د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ د خبرو همغږي کوونکو هېوادونو ( افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ) څلور اړخیزې ډلې یو غړی دی.

د دغې ډلې په مخکينیو خبرو کې، چې کابل کې وشوې له طالبانو ټولو ډلو سره د افغان حکومت مخامخ خبرو لپاره ځای ځایګیه وټاکل شو.

په پام کې ده د افغان حکومت استازي روانې میاشت کې پاکستان کې د طالبانو له ډلو سره وویني.

ورته مطالب