جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق melad hamede

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار امنیه قومندان تایید کړې چې په جلال اباد ښار کې د هند کونسلګري د ننني ځانمرګي برید هدف ګرځېدلی دی.

فضل احمد شېرزاد خبریالانو ته وویل، نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې بریدګرو لومړی یو ټونس ډوله ټویوټا موټر ته د کونسلګرۍ دروازې مخې ته چاودنه ورکړه.

شېرزاد زیاته کړه چې وروسته ۴ ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د کونسلګرۍ ودانۍ ته ننوزي چې په دروازه کې د پولیسو په ډزو ووژل شول.

هغه وویل، په دغه پېښه کې درې کسان وژل شوې دي چې یو یې د پولیسو سرتېری دی.

د ښاغلي شېرزاد په خبره، په دغه برید کې ۱۹ کسان ټپیان شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

د انځور حقوق melad hamede

د پولیسو دغه قومندان ویلي، هندي دپلوماتانو ته په دې برید کې زیان نه دی رسېدلی.

د هند او پاکستان کونسلګرۍ د چاودنې سیمې ته څېرمه پر یوه سړک پرتې دي.

څو میاشتې وړاندې هم درېیو وسله والو بریدګرو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان پر کونسلګرۍ برید وکړ.

اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ددې برید مسوولیت پرغاړه واخست. دا برید د کونسلګرۍ په محوطه کې له یوې زورورې چاودنې سره پیل شو.

د انځور حقوق f

ورته مطالب