افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو نوي قومندان کار پیل کړ

د انځور حقوق AP

جان مېک نېکلسن نن چهارشنبې (حوت/ کب ۱۲ مه) په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د نوي قوماندان په توګه وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.

د نړیوالو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تر ۱۸ میاشتې ماموریت وروسته د نړیوالو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال جان کمپبل خپل مسوولیت جان نېکلسن ته وسپاره.

جنرال کمپبل د خدای پامانۍ په مراسمو کې د نړیوالو ځواکونو په شتون کې په افغانستان او سیمه ییزو تعاملاتو کې د راغلو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

د ښاغلي کمپبل په خبره، دا بدلونونه جدي پاملرنې او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه ویلي، د افغانستان خلکو په دې هېواد کې پخواني استبداد ته شا کړې او خپلې راتلونکې ته هیله من دي.

د جان کمبل پرمهال په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو شمېر له ۳۵ زرو سرتېرو ۱۳ زرو ته ټیټ شو او نړیوالو ځواکونو چې د "افغانستان له امنیت سره د مرستې" (ایساف) په نوم یې فعالیت کاوه، په "پرېکنده ملاتړ ځواک" بدل شو.

دا ځواکونه چې له ۴۰ هېوادونو په افغانستان کې شتون لري، اوس تر ډېره د افغانستان امنیتي ځواکونو ته مشوره او روزنه ورکوي.

جان نېکلسن وړاندې هم درې ځله افغانستان ته راغلی دی. هغه وړاندې د ترکیې په ازمير کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان وو.

ورته مطالب