پاکستان کې د افغان کډوالو د کارتونو موده غځول کېږي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي تمه لري تر راتلونکې یوې میاشتې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو کارتونو موده تر دوو نورو کلونو وغځول شي.

په پاکستان شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال د اوسیدو قانوني اسناد لري خو نژدې یو میلیون یې لا هم بې اسناده دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي عمر زاخیلوال له بي بي سي سره خبرو کې وویل، تیره ورځ یې د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر عبدالقادر بلوڅ سره هوکړه کړې چې په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د کارتونو د غځېدو موضوع به د پاکستان پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کړي.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي چې په پاکستان کې د افغان ګډوال د کارتونه قانوني موده د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې میاشت کې پای ته ورسېده، خو لومړي وزیر نواز شریف د ځانګړي فرمان له مخې د کډوالو د اسنادو اعتبار شپږ میاشتې نور هم تمدید کړ.

ښاغلي شریف د پاکستان د کابینې له پریکړې پرته دغه فرمان لاسلیک کړی و. ددغو کارتونو د اعتبار څلور میاشتې پاتې دي.

اوس د افغانستان سفیر وایي: "ماته ژمنه راکړل شوې چې د کډوالو د کارتونو د غځېدو موضوع به ژر کابینې ته وړاندې شي او تمه لرم چې تر یوې میاشتې نهايي شي."

د انځور حقوق AFP

د افغانستان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې پخوا هم ویلي چې پاکستان دې د افغان کډوالو د کارتونو موده د شپږو میاشتو پرځای لږ تر لږه دوه کلونه وغځوي.

ښاغلی زاخیلوال دارنګه وايي، په راتلونکو څو اونیو کې به د هغو یو میلیون افغان کډوال د راجسټر بهیر هم تصویب شي چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

د روانې اونۍ په پیل کې داسې رپوټونه خپاره شول چې په پاکستاني پولیسو سلګونه افغان کډوال نیولي چې ډېره برخه یې په خیبر پښتخوا ایالت کې وو.

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي، له پاکستاني چارواکو په ځانګړي ډول د خیبر پښتخوا ایالت له حکومت سره خبرې کوي چې د افغان کډوال د ځورونو او نیولو مخه ونیسي.

په پاکستان کې افغان کډوال ډیری وخت شکایت کوي چې پاکستاني پولیس ورسره ناسم چلند کوي.

ورته مطالب