هند د جلال اباد ځانمرګي بريد له قربانيانو سره مرسته کوي

د انځور حقوق melad hamede
Image caption په دغه بريد کې د يوه پوليس په ګډون درې کسان وژل شوي وو

په افغانستان کې د هند سفارت وايي په ختيځ ښار جلال اباد کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ بريد د قربانيانو له کورنيو سره به مرسته کوي.

په دغه بريد کې لږ ترلږه پنځو ځانمرګو بريدګرو برخه لرله چې له امله يې د يوه پوليس په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي وو. په دغه بريد کې د هند کونسلګرۍ ته کوم زيان نه و رسېدلی.

له بريد لږ وروسته د ننګرهار امنيه قومندان، فضل احمد شيرزاد، خبريالانو ته ويلي وو، چې بريدګرو د چهار شنبې (۲ مارچ) "ځايي مهال ۱۲ بجې د کونسلګرۍ ودانۍ ته نژدې موټر بم چاودنه وکړه او بيا څلور ځانمرګو بريدګر چې غوښتل چې دغې ودانۍ ته ننوزی د پوليسو له خوا په ډزو ووژل شول".

په افغانستان کې د هند سفير مانپريت ووهرا ننګرهار ولايت ته تللی او هلته يې له ځايي چارواکو سره د ليدنې په ترڅ کې د مرستې دغه اعلان کړی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي بي بي سي ته ويلي، چې تراوسه د دغو مرستو په اړه چې څومره دي او په څه ډول به د هند کونسلګرۍ بريد قربانيانو ته ورکول کېږي معلومات نشته.

نوموړي زياته کړه، چې د هند سفير ژمنه کړې چې په دغه ځانمرګي بريد کې نظامي او غير نظامي قربانيانو سره مرسته کوي او له هغو امنيتي ساتونکو سره چې په دغه پېښه کې يې د بريدګرو پر وړاندې مقاومت کړی ځانګړې مرستې په نظر کې نيول شوې دي.

ورته مطالب