طالبان: له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ګډون نه کوو

د افغان طالبان وايي له افغان حکومت سره د سولې په اړه مخامخ خبرو کې ګډون نه کوي.

دغې ډلې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، تر هغه چې شرطونه يې و نه منل شي، د سولې خبرې به هېڅ کومې نتېجې ته و نه رسېږي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي، لکه څنګه چې د پګواش په غونډه کې وويل شول، تر هغه چې له افغانستان څخه بهرني پوځيان نه وي وتلي، له تورو لستونو د دوی د مشرانو نومونه نه وي ايستل شوي، بنديان نه وي ازاد شوي دا خبرې به "بې مفهومه او تېر ايستونکې" وي.

د دغې خبرپاڼې له مخې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره هېڅ استازی نه دی ټاکلی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په تړاو د کابل په څلور اړخيزه غونډه کې ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبرې به د روانې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شي.

تېره اوونۍ د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، چې دوی د افغان طالبانو له ټولو ډلو سره اړيکي نيولي چې د افغان حکومت سره مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.

همدا ډول د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د سولې څلور اړخيزې خبرې په داسې حال کې روانې دي چې، "امريکايان افغانستان ته نوي تازه دمه ځواکونه لېږي، په مختلفو جبهو کې لا هم هوايي بمبارۍ ته دوام ورکوي او د شپې چاپو کې خپله ونډه اخلي، له بلې خوا د کابل ادارې په مختلفو ولايتونو کې جګړې هم پراخه کړې دي".

طالبانو دغه دوه حرکتونه يو د بل "متضاد" بللي او وايي د دغې ډلې سياسي دفتر له پيل څخه د مذاکراتو په اړه په جريان کې نه دی اچول شوی او د "مطرحو افغان شخصيتونو غوښتنې په پام کې نه دي نيول شوې".

ورته مطالب