اوباما: د سولې د څلور اړخیزو خبرو ملاتړ کوم

Image caption ښاغلي اوباما له دې کبله د ولسمشر غني ستاینه کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې د لا ډېرې همکارۍ لپاره ګامونه پورته کړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما تېر ماسخوتن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ویډیويي خبرو کې وویل، امریکا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ملاتړ کوي.

نوموړي د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره افغان ځواکونه وستایل او ورسره یې د لا ډېرو مرستو ژمنه وکړه.

ولسمشر غني هم د امریکا د پوځي مرستو لپاره د ولسمشر اوباما مننه وکړه. دواړو خواوو د افغانستان د امنیت، حکومتولۍ او په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وکړې.

د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د تېر ماسخوتن د خبرو تر ټولو مهم ټکی د امریکا له خوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو بشپړ ملاتړ و.

سپینې ماڼۍ په یوه خبر پانه کې ویلي، امریکا د هر هغه بهیر یا خبرو ملاتړ کوي چې له مخې یې تاوتریخوالی کمېږي او په افغانستان او ټوله سیمه کې ثبات رامنځ ته کېږي. ښاغلي اوباما له دې کبله هم د ولسمشر غني ستاینه کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې د لا ډېرې همکارۍ لپاره ګامونه پورته کړي، او له وسله والو مخالفینو سره یې هم مخامخ خبرو ته غاړه ايښې.

خبرپاڼه زیاتوي، که افغان حکومت د امنیت په ټینګولو او د لا ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو کې بریالی شي نو ولسمشر اوباما به د بروکسل په ناسته او په وارسا کې د ناټو په راتلونکونکې سر مشریزه کې د افغان حکومت په ملاتړ غږ پورته کوي، او له نړیوالو به غواړي چې له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ارګ ماڼۍ هم تېر ماسخوتن په خپله ټوېټر پاڼه کې د دواړو ولسمشرانو د خبرو په اړه جزییات ورکړي.

ولسمشر غني د هېواد په ختیځ کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد د افغان ځواکونو د وروستیو عملیاتو یادونه کړې، او ټینګار یې کړی چې دا ډله په شا تمبول شوې، او طالبانو هم کوم ستراتیژیک حدف نه دی ترلاسه کړی.

ولسمشر غني په دې عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو د هوایي ملاتړ لپاره هم د ولسمشر اوباما مننه کړې.

د دواړو مشرانو ترمنځ وروستۍ خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې په پاکستان کې پيل شي.

ورته مطالب