ولسمشر غني د ټاکنیزو اصلاحاتو تقنیني فرمان لاسلیک کړ

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو له غړو سره تر مشورې وروسته په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستو تقنیني فرمان لاسلیک کړی دی.

هاشمي وویل، د افغانستان پارلمان له ژمنیو رخصتیو وروسته خپله نوې تقنیني دوره سبا د یکشنبې په ورځ (حوت/ کب ۱۶مه) پیلوي.

ښاغلي هاشمي ټینګار کړی چې د افغانستان دولت هیله مند دی، ملي شورا حکومت سره د ټاکنیز نظام په اصلاح کې مرسته وکړي.

د روان کال د جدي/ مرغومي میاشتې په ۱۰مه د افغانستان د چارو ادارې (د ولسمشرۍ بنسټ) ویلي وو چې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د غوراوي کمېټې په دې ادارې کې خپله لومړۍ ناسته ترسره کړې ده.

د انځور حقوق aop

د غوراوي کمېټې د کار پیلول د ملي وحدت حکومت د هوکړې یوه برخه ده او د ټاکنیز نظام د اصلاح ځانګړې کمیسیون جوړېدو وروسته دویم ګام وو چې پورته شو.

خو دا بهیر لا هم په رسمي ډول نه دی پیل شوی او داسې راپورونه شته چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف ښيي.

د افغانستان په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې کړکېچ ددې سبب شو چې د ملي یووالي حکومت مشران محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټاکنیز نظام د اصلاح کولو هوکړه وکړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستو مسوولیت پرغاړه لري، د سه شنبې په ورځ (حوت ۱۱مه) په خپله رسمي فیسبوک پاڼه ولیکل چې د ټاکنیز نظام اصلاحاتو بهیر له تمې سره سم مخته نه دی تللی.

هغه ویلي و، ځنډ راغی، خو په راتلونکو ورځو کې به یې برخلیک د ولسمشر د تقنیني فرمان په صادرېدو سره څرګند شي.

د ولسمشر دویم مرستیال ددې ځنډ عمده علت د غوراوي په کمېټه کې د ولسي جرګې د غړو د رول تثبیتول بللي وو.

هغه د غوراوي کمېټې د کار په اړه ویلي وو چې د غوراوي کمېټې د کار څرنګوالي ډېره برخه د هېواد په قوانینو کې څرګنده ده او د هغې له مخې به عمل وکړي. د ولسمشر تر تقنیني فرمان وروسته سملاسي ددې کمېټې کار پیلېږي.

ښاغلي دانش زیاته کړې وه چې، دا کمېټه د یوې میاشتې په موده کې خپل نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کوي چې په هغې کې به جمعیتي او جنسیتي ترکیب هم رعایت شي.

هغه د ټاکنیز نظام اصلاح د خلکو غوښتنه بللې وه او ویلي وو چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ملي یووالي حکومت په رهبرۍ کې د نظر اختلاف نشته.

ورته مطالب