غنی: سولې پروګرام دوه اړخه لري، طالبانو او پاکستان سره سوله

د انځور حقوق

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، پاکستان او بهرني جګړه مار په دې هېواد کې د روانې جګړې بهرني لاملونه وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې د هغوی په تړاو خپل دریځ روښانه کړي.

ښاغلي غني نن یکشنبې (حوت/ کب ۱۶مه) د افغانستان د ملي شورا شپږم کال د پیل په مراسمو کې دا خبره وکړه او ویې ویل چې "د افغانستان او پاکستان ترمنځ نااعلان شوې جګړه روانه ده."

هغه القاعده شبکې او د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ته په افغانستان کې د روانې جګړې د دوو نورو عناصرو په توګه ګوته ونیوه او ازبکستاني، تاجیکستاني، چیچني او اویغوري تندلاري ډلې یې ددې جګړې د درېیم لامل په توګه یاد کړل.

د افغانستان ولسمشر وویل، د پاکستاني طالبانو خوځښت د افغانستان له طالبانو سره فکړي نژدې والی لري، خو د هغوی سیاسي پروګرام افغانستان سره اړیکه نه لري.

هغه زیاته کړه: "اوس پوښتنه دا ده چې آیا [د افغانستان طالبان] کولی شي خپله لاره له دې شپږو ‌ډلو (بهرني جګړه مار) خپله لاره بېله کړي، که نه؟"

د انځور حقوق Getty
Image caption طالبانو پرون د افغانستان له دولت سره مستقیمې خبرې رد کړې.

ښاغلي غني وویل، د ملي یووالي حکومت د سولې پروګرام دوه اړخونه لري، "یو یې له طالبانو او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره سوله، او بل یې پاکستان سره سوله" چې د هغه په خبره هر یوه ته یې مشخص اقدامات پکار دي.

هغه زیاته کړه، له پاکستان سره د سولې اصلي ټکی دا دی چې غواړي دواړه هېوادونه د دوو خپلواکو او برابرو هېوادونو په توګه چې یو د بل ملي حاکمیت ته بشپړ درناوی لري، بشپړ تفاهم ته ورسېږي.

د افغانستان ولسمشر د طالبانو په اړه وویل، دا ډله باید خپل "افغانیت ثابت کړي" او راشي د افغانستان دولت سره خبرو ته کېني او دا موضوع مشخصه کړي چې اسلام ته د خدمت لاره کومه ده.

ښاغلي غني زیاته کړه، د افغانستان پر استقلال او اساسي قانون معامله د بحث موضوع نه ده، بلکې تفاهم ته د رسېدو یواځنۍ ملي مسئله سیاسي اراده ده.

هغه دا خبره وروسته له هغه مطرح کوي چې طالبانو د افغانستان له دولت سره مستقیمې خبرې اترې رد کړې او دې کار ته یې شرطونه کېښودل.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د بغلان جګړې په څېر، د ملي یووالي حکومت د طالبانو پرضد د جګړې فرمان صادرولو په اړه هېڅ تردید نه لري او د هغې لپاره هم سیاسي اراده، هم د دفاع وړتیا او نړیوال ملاتړ شته.

ولسمشر غني دا خبره د هغو اعتراض کوونکو په ځواب کې وکړه چې له طالبانو سره جګړه کې د هغه پر سیاسي ارادې شک ښيي. هغه دا نیوکه "بابیزه" و ګڼله چې باید تکرار نه شي.

ښاغلي غني وویل، د ۱۳۹۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له طالبانو سره د جګړې ابتکار د افغانستان امنیتي ځواکونو په لاس کې وو، ورپسې شپږو میاشتو کې دا ابتکار طالبانو واخست، خو په وروستیو میاشتو کې دا ابتکار د هغه په خبره بېرته دولتي ځواکونو سره دی.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان ملي شورا تر خپل قانوني وخت یو کال ډېر کار کوي.

ولسمشر غني د پارلمان غړو ته د حکومت د امنیتي او دفاعي فعالیتونو د راپور په توګه وویل، په ۱۳۹۴ کال کې تر ۴۶ زرو ډېر نوي سرتېري پوځ کې ګورمال شوي، ۱۶۹۷ عملیات او ۴۰۷۱۸ جګړه ییز ماموریتونه ترسره شوې دي.

په دې توګه، هغه زیاته کړه چې د پوځي ګامونو پورته کولو سره ممکنه ده چې امنیت ټینګ شي، خو هېواد کې سوله نه شي راتلای، ځکه چې د سولې راتګ د عدالت او برابرۍ ټینګښت ته اړتیا لري.

د ښاغلي غني له پرانستونکې وینا سره، د ملي شورا دواړو مجلسونو خپل شپږم کال پیل کړ چې دا له پنځو، شپږو کلونو ته د پارلمان د کار غځول بلل کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د هېواد پارلماني ټاکنې باید د روان کال په پسرلي یا مني کې ترسره شوې وای، خو دا کار وځنډېده او ښاغلي غني وویل چې اوس پرېکنده اراده شته چې دا ټاکنې راتلونکې کال ترسره شي.

هغه د راتلونکو پارلماني ټاکنو ترسره کېدو لپاره، تېره ورځ (حوت/ کب ۱۵مه) د یوه فرمان په صادرولو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستو او د نویو کمیسیونونو تشکیل ته لاره هواره کړه.

ورته مطالب