"خواشینې یم چې ټولنه کې مو ښځه لومړۍ درجه انسان نه ګڼل کېږي"

د انځور حقوق .
Image caption ملالۍ شېنوارې وايي په هغو سیمو کې چې جګړه نه ده روانه نجونې ښوونځي ته ځي او د امکان تر بریده لومړنۍ روغتیایې اسانتیاوې شته، خو که بل لور ته ګورو پر ښځو او نجونو د ظلم او زور زیاتي، خبرونو کې هم کمی نه دی راغلی.

راډیو ته غوږ وم یو وار بیا زړه بوږنونکی خبر، دا ځل فاریاب کې یوۀ نارینه د خپلې ٢٠ کلنې مېرمنې پوزه غوڅه کړې وه .شیبه وروسته په همدې راډیو کې روغتيایې خپرونه وه له پکتیا څخه یوې نجلۍ ورته زنګ وواهه په خوږه کلیوالې لهجه یې له رابلل شوي ډاکتر سره د خپلو روغتیایې ستونزو په اړه خبرې وکړې.

په دوه بېلو شېبو کې د افغان ښځو د ژوندانه دوه بېل انځورونه که یوې خوا ته د افغان ښځو د سنګسار- وژلو خبرونه اورو بلې خوا ته ګورو چې نن حتې په لرو کلیو او بانډو کې د ښځو په ژوندانه کې څه ناڅه مثبت بدلونونه تر سترګو کېږي.

یوه مور د خپل مسافر زوی سره د تیليفوني خبرو لپاره پاکستان ته سفر نه کوي په هغو سیمو کې چې جګړه نه ده روانه نجونې ښوونځي ته ځي او د امکان تر بریده لومړنۍ روغتیایې اسانتیاوې شته، خو که بل لور ته ګورو پر ښځو او نجونو د ظلم او زور زیاتي، خبرونو کې هم کمی نه دی راغلی.

کله اورو چې په یوې ماشومې نجلۍ جنسي تېرى شوى، کله یو شمېر نارینه وو ځانونه قاضیان جوړ کړي ښځه یې سنګسار کړې او یا هم یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله په خپلو لاسونو ځانته اور اچولی دى.

له بدمرغه په افغانستان کې هم لکه د سیمې د ځینو نورو هېوادنو په څېر د ښځو د حقونو په اړوند نا انډولي موجوده ده. که یوې خوا ته په کابل ښار کې یوشمېر ښځې بشپړه آزادي لري او له خپلو ټولو انساني حقونو برخمنې دي. بل لورته که ډېر لرې ولاړ نشو د همدې ولایت په نږدې ولسوالیو کې وضعیت بدل دی، ښځې او نجونې د ناروا رواجونو او د ځينو "بې ځايه" کورنيو "اصولو" په پنجرو کې را ګېرې دي.

د انځور حقوق MoI
Image caption ملالۍ شينواري ليکي"که یوې خوا ته په کابل ښار کې یوشمېر ښځې بشپړه آزادي لري او له خپلو ټولو انساني حقونو برخمنې دي. بل لورته که ډېر لرې ولاړ نشو د همدې ولایت په نږدې ولسوالیو کې وضعیت بدل دی".

په ځينو ځايونو کې په کور کې د پلار په څنګ کې ورور هم د خور د مشروع ازادۍ مخه نیسي او ځان ته حق ورکوي چې د هغې د محافظت په بهانه هغه د خپلو لومړنیو اساسي او فردي حقونو بې برخې کړي که پوښتنه ترې وکړې چې ولې؟ وايې وخت خراب دی بې لارې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې هر ورځ ګڼ شمېر افغان نارینه د ښه وخت تېرولو او تفریح لپاره دوبۍ، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادو ته ځي خو که کور ته یې ورشې او د ښځو ژوند یې وګورې خپله خور، لور او یا مېرمن ته به په اسانه ښوونځي او آن ډاکتر ته د تګ اجازه نه ورکوي.

دا سمه ده چې د افغانستان اساسي قانون کې د ښځو حقونو ته ځانکړې پاملرنه شوې. د دې ښه مثال چې په وار وار یادېږي هغه په ملي شورا کې افغان ښځو ته د پام وړ څوکیو ځانګړي کېدل دي.

په حکومت کې هم د ګوتو په شمار مېرمنې په لوړو څوکیو کار کوي، مګر پوښتنه دا ده چې د سیاست په ډګر کې افغان ښځو ته څومره ريښتینی ارزښت ورکول شوی دى؟ آیا د سیاسي کړیو او د قدرت د بېلا بېلو ټاپوګانو په منځ کې چې نږدې هره ورځ یې سره د څوکيو پر سر لانجې وي د ښځو برخه، ځاي او ارزښت څومره دی؟

دې ته به زما ځواب دا وي چې په سیاسي هلوځلو او منډو ترړو کې داسې تکړه ښځې شته چې په وړتيا کې له نارینه وو که زیاتې نه دي نو کمې هم نه دي، خو کله چې د قدرت د ویش او تصمیم وخت راځي ښځې څنډې ته کېږي هېڅ سیاسي ډله دې ته نه وي چمتو چې برخه یې په هغو ښځو ډکه شي چې له دوی سره هم نظرې او په سیاسي منډو ترړو کې خوارۍ ګاللې وي.

Image caption د افغانستان په فارياب ولایت کې له يوې مېرمنې پوزه پرې کړل شوې وه

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ نه تر دې دمه په مهمو سیاسي پرېکړو کې چې د پردې تر شا او یا په ډاګه ترسره کېږي د ښځو ونډه کمزورې او یا هم په نشت حساب ده. زما له انده حتی له سیاسي پلوه مطرح ښځې له مهمو سیاسي پرېکړو هغه مهال خبرېږي کله چې خبره رسنیزه شي. نو په دې حساب ویلي شو چې لا هم په سیاسي قدرت کې زمونږ ونډه سمبولیکه ده.

زه کله کله د ښځو لپاره د مثبت تبعیض خبرې اورم، خو که حقیقت ته وګورو دغه ډول تبعیض اصلا شته نه او که وي هم هغه به سرچپه وي. د بېلګې په توګه کله که ښځه په یوه مقام باندې ټاکل کېږي د مقررېدلو معیارونه ورته د دې پر ځای چې راټيټ شي لا پسې لوړېږي.

تر دې دمه به مو په افغانستان کې کومه کم لوستې ښځه پر کوم دولتي مقام نه وي ليدلې مګر که لږ پلټنه وکړو آن د وزارت پر مقام به کم لوستي او نالوستي نارینه ومومئ.

مونږ د داسې ټولنې وګړي یوو چې د اسلام او ازادۍ په نامه یې جهاد کړی خو نارینه یې د ښځو پر مشروع او شرعي حق باندې سترګې پټوي، دین نارینو انحصار کړی.

ښځې په پټي کې کار کوي، په بېدا کې خس ټولوي، اوبه راوړي خو جومات ته د تګ حق نه لري لمونځ او عبادت یې هم له خپلو نالوسته میندو زده کړی په داسې حال کې چې په بل هېڅ اسلامي هېواد کې به داسې جومات پېدا نه کړی چې د ښځو ځای په کې نه وي.

دلته د ښې ښځې معیارونه لا هم دا دي چې په چوپه خوله هر څه و زغمي له ورور میراث و نه غواړي او له مېړه مهر.

د انځور حقوق AFP
Image caption هره ورځ افغان مېرمنې د جگړې له ناخوالو ځاني تاوانونه او روحي کړاونه گالي.

که چېرې کومه ښځه د خپل حق د غوښتلو غږ اوچت کړي نو وايي دلته کله نارینه ته حق ورکول شوى چې لا ښځو ته حق ورکړل شي، د دوى له انده لومړی نارینه باید خپل ټول حق تر لاسه کړي بیا که کوم څه ترې پاتې شو نو ښځو ته به ورکړل شي.

زه ویاړم چې افغانه یم خو خواشینې په دې یم چې په ټولنه کې مو ښځه لومړۍ درجه انسانه نه ګڼل کېږي، لومړۍ خو څه کوې چې کله کله بيخي انسانه نه ګڼل کېږي.

پوهېږم چې لا هم لاره اوږده ده او حق ته د رسېدلو لپاره اوږد او له کړاو ډک مزل په مخ کې پروت دی.