"هغه کسان چې طالبانو سره جگړه روا نۀ گڼي مشروعيت له لاسه ورکوي"

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجراییه ریس، عبدالله عبدالله، د افغان ولسمشر د پخواني مرستيال مارشال فهيم د مړينې دوېمې کاليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ويلي " هر څوک چې د دولت له تريبون څخه اعلانوي چې طالبانو سره جگړه روا نه بولي خپل مشروعيت او موقف له لاسه ورکوي.

ده وويل چې په دې ډير تفصيل ورکول نه غواړي خو زياته يې کړه چې افغانان پوهيږي چې دى د څه په اړه غږېږي.

هغه له چا نوم وانخست، خو داسې ښکاري چې دهغۀ اشاره ې د افغانستان د سولې عالي شورا د نوي مشر پير سید احمد ګېلاني خبرو ته وه. ښاغلي ګېلاني بي بي سي سره خبرو کې ویلي و "هغه طالبانو سره جګړه نه ګټوره او نه هم جایزه بلله او دا برداشت یې د عقيدې له مخې و".

په دې مراسمو کې د ښاغلي ګېلاني مرستیال محمد کریم خلیلي وویل، "سوله د یوه اړخ تسلیمېدو په معنا نه ده"، بلکې باید داسې میکانیزم جوړ شي چې له مخې یې سوله هم د ملت لپاره "عزتمنده" وي او هم د "مقابل لوري نظر" رعایت شي.

ښاغلي خلیلي ددې موضوع په اړه جزییات ورنه کړل، خو پر هغه څه یې ټینګار وکړ چې ده "باعزته سوله او د سرو کرښو ساتل" وبلل. هغه زیاته کړه، کومې " نوې لاسته راوړنې او ارزښتونه" چې په تېرو ۱۴ کلونو کې ترلاسه شوي، باید وساتل شي.