'که طالبان سوله ونه کړي، نو د جګړې تابیا پکار ده'

د انځور حقوق bbc

امریکا ویلي، که له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ژر ترژره پیل نه شي، نو په راتلونکي پسرلي موسم کې د افغانستان امنیتي وضعیت کافي اندازه خرابېدای شي او امریکایي او د افغانستان امنیتي ځواکونو ته پکار ده جګړې ته ځان چمتو کړي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړه.

تمه وه د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې وشي، خو طالبانو سر له اوسه ویلي، ترڅو چې بهرني ځواکونونه له افغانستانه ونه وځي، حکومت سره د خبرو میز ته نه ورځي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز هم امریکا ته د خپل سفر پرمهال ویلي و، که دا ځل طالبانو سره د خبرو هڅې ناکامې شي، نو د پسرلي موسم کې د افغانستان جګړه تودېدای شي.

جان کربي په خبره، په دې معامله کې د پاکستان او امریکا نظر یو دی.

کربي زیاتوي، "که د توافق هڅې لا هم کوم ځای ته نه رسېږي او طالبان له خبرو ځان شاته کوي، نو موږ او د افغانستان پوځ ته پکار ده چې په راتلونکو میاشتو کې جګړو کې زیاتوالي ته چمتو واوسو."

ویاند وویل، د امریکا او د افغانستان ولسمشران همدا غواړي چې خبرې پیل شي.

جان کربي وویل، په افغانستان کې د اوږدې مودې سولې ټینګېدو لپاره اوس ښه وخت دی.

د هغه په خبره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډ کار تفصیلي خبرې شوې دي او امریکا هم همدا غواړي.

څو ورځې وړاندې سرتاج عزیز په امریکا کې یوه فکري بنسټ ته په خبرو کې ویلي وو، د افغان طالبانو مشران پاکستان کې دي او د افغانستان حکومت سره خبرو ته د هغوی راضي کولو کې پاکستان مهم رول لوبولی شي.

ښاغلي عزیز ویلي وو، پاکستان کولی شي پر افغان طالبانو فشار راوړي، ځکه چې هغوی د ځان او خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره پر پاکستان تکیه کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز په امریکا کې یوه فکري بنسټ ته په خبرو کې ویلي وو، د افغان طالبانو مشران پاکستان کې دي او د افغانستان حکومت سره خبرو ته د هغوی راضي کولو کې پاکستان مهم نقش لوبولی شي.

دا لومړی ځل وو چې یوه پاکستاني چارواکي ومنله افغان طالبان په پاکستان کې اوسېږي.

امریکا هم د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي، خو دا هم وایي، پکار ده چې دا خبرې د افغانستان حکومت په مشرۍ وشي.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ وړاندې هم خبرې شوې دي، خو د مستقیمو خبرو لړۍ د تېر کال راهیسې ولاړه ده.

تېره میاشت کابل کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو ترمنځ په څلوراړخیزه غونډه کې ټینګار وشو چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ ژر ترژره مستقیمې خبرې پیل شي.

ورته مطالب