هلمند کې طالبانو پر حکومتي بنسټونو ډله ییز برید کړی

د انځور حقوق

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت کرشګ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر ځینو حکومتي تاسیساتو ډله ییز بریدونه پیل کړي. د هلمند امنیه قومندان وايي، برید کې څلور برید کوونکي وژل شوي او درې پولیس ټپیان دي.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ او د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي، دوی هغه ودانۍ او سیمه کلابنده کړې چې برید کوونکو له امنیتي ځواکونو سره جګړه پکې پیل کړې.

سرچینه وايي، لاهم دوه برید کوونکي جګړه کوي، خو امنیتي ځواکونه پخپلو لیکو او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخینوي په خاطر تېزه جګړه نه کوي.

دا بریدونه د چارشنبې په ورځ (مارچ نهمه) ګهیځ مهال پیل شوي، چې د چارواکو په وینا امکان لري ځانمرګي برید کوونکي هم پکې وي.

د ګرشک امنیه قومندان وايي، وسله وال حکومتي بنسټونو ته څېرمه یوې ودانۍ ته ختلي او له هغه ځایه له امنیتي ځواکونو سره په نښتې بوخت دي.

د ګرشک ولسوالۍ دغه دولتي تاسیسات د هرات – کندهار پر لویه لار پراته دي او دغه لار هم د جګړې له امله تړلې ده.

طالبانو د بريد مسوليت پر غاړه اخيستی او ددغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند وایي، لاهم ددوی ملګري له حکومتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د قاري یوسف احمدي له آدرسه رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ملګري یې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

نوموړی ادعا کوي چې ځینې برید کوونکي امنیه قومندانۍ او ورڅېرمه مرکز ته ننوتي او جګړه کوي، خو دا ادعا کومې بلې سرچینې نه ده تایید کړې.

ورته مطالب