کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق f

د کابل پولیس وايي، یوه ځانمرګي برید کوونکي ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې پر ځان پورې تړل چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته ویلي په چاودنه کې یوازې برید کوونکی وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

د ښاغلي رحیمي له څرګندونو شېبه وروسته د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته ویلي، ځانمرګی برید کوونکی د ماسپښین پر درو بجو او ۵۰ دقیقو د کابل اوروژنې د پولیسو ودانۍ او د ولسمشرۍ د چارو ادارې ودانۍ ته نژدې د امنیتي سرتېرو له خوا وپېژندل شو او وویشتل شو.

دی وايي، برید کوونکی د تېښتې په حال کې و چې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، برید کوونکي غوښتل د چارو ادارې ودانۍ او یا د پولیسو د اوروژنې ادارې ته ننوځي او هلته برید وکړي.

د برید ځای د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوندو دفترونو ته څېرمه شوی، ورڅېرمه د مالیې وزارت، د افغانستان بانک ودانۍ او ځینې نورې مهمې دولتي ودانۍ هم دي.

برید داسې مهال شوی، چې له دفترونو نه د دولتي کارکوونکو د رخصتېدو وخت و.

ورته مطالب