د افغانستان ولایتي پوهنتونونو ته ولې نجونې زړه نه ښه کوي؟

Image caption لغمان پوهنتون کې ښځينه محصلینې د ګوتو په شمېر دي.

د افغانستان په ټولو دولتي پوهنتونو کې د ښځینه محصلانو شمېر تر ۲۱ سلنې رسیږي، خو په ولایتونو کې داسې پوهنتونونه هم شته چې آن یوه ښځینه محصله هم نه لري. ډیری دغه ډول پوهنتون د افغانستان په ختیځ او سوېل کې دي.

د افغانستان حکومت وايي سږ کال پلان لري چې درې زره نجونې د ځانګړي پلان له مخې هغو رشتو ته ورکړي چې نجونې پکې نه شي بریالۍ کېدای.

په ولایتونو کې ډېری نجونې له ښوونځیو وروسته پوهنتونونو ته د شامیلېدو لپاره کانکور ازموینه کې برخې اخیستو ته زړه نه ښه کوي. خو د داسې نجونو شمیر هم کم نه دي چې د لوړ زده کړو ارمان لري.

ناسم دودونه، نا امني او د فرصتونو کموالی له هغو مهمو لاملونو دي چې په ولایتونو کې یې پوهنتونونو ته د نجونو مخه تر ډېره ډب کړې ده.

Image caption لغمان پوهنتون کې زده کوونکي د ازموینې پرمهال

د بېلګې په ډول په خیتځ کې د لغمان پوهنتون ته لاړم.

په صحنه کې مې سلګونه ځوانان په یو لوی میدان کې پر ازموینه بوخت ولیدل، خو نجونې پکې یواځې د ګوتو په شمیر وې. پوهنتون له ښاره په څو کیلومترۍ کې په یوه دښته کې پروت دی، سړک یې هم پوخ نه دی.

په دې پوهنتون کې نجونو لومړی خبرو ته زړه نه ښه کاوه.

خو صابره چې د ادبیاتو د پوهنځي د دریېم کاله محصله ده له چادرۍ سره خبرو ته حاضره شوه. صابرې راته د هغو ستونزو کېسه کوله چې نوموړې ترې د پوهنتون له پیله رنځیږي.

"پر یوه لاره دوه ځلې نه شو تلای، خپله لاره بدلوو. آن ورور مې ر اته وايي چې د دومره هلکانو په منځ کې درس ویلو ته مه ځه. ستا پوهنتون مو په کار نه دی."

داسې هم نه ده چې دغو ننګونو د ټولو نجونو د زده کړو مخه نیولې ده. په لغمان پوهنتون کې د دانګریزي ژبې محصله شګوفه وايي، له ستونزو سره سره خپلې زده کړې روانې ساتې او له نورو هم غواړي چې ناسمو دودونو ته غاړه کېنږدي.

"هو، ستونزې خو اوس هم ډيرې دي او پخوا هم وې. که له ستونزو سره مخامخ یو، خو خپل کوښښ روان ساتو. مبارزه کوو چې خپل وطن ته خدمت وکړو."

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه د نجونو لپاره ځانګړي لیلیې، ترانسپورت او مناسب چاپيریال نه لري. ځینې پوهنتونونه خو آن د څښلو پاکې اوبه هم نه لري. ښايي ځینې نجونې له همدې امله هم وي ولایتي پوهنتونونو ته د ورتګ زړه ښه نه کړي.

په پوهنتونونو کې د نجونو د لږوالي بل لامل دا هم ګڼل کیږي، چې وايي، ډیرې کورنۍ خپلو لوڼو ته له ښوونځي وروسته په کانکور ازموینه کې د برخې اخیستو اجازه نه ورکوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د مالوماتو له مخې سږ کال د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د ۱۲ ولایتونو د کانکور د ګډونوالو شمیر د بدخشان د کانکور د برخه وال شمېر سره برابر دی. په دغو ولایتونو کې، کونړ، لغمان، نورستان، هلمند، ارزګان، نیمروز، پکتیکا او ځینې نور شامل دي.

په لغمان کې څه باندې ۴۰۰ نجونې سږ کال له ښوونځیو فارغې شوې دي، خو د کانکور لپاره یواځې ۴۳ نجونو نومونه ثبت کړې و.

د لغمان پوهنتون په ګاونډ کې د ننګرهار پوهنتون پروت دی. په دغه پوهنتون کې چې مخینه یې له نیمې پيړۍ تیریږي، ۱۵۰۰۰ محصلان زده کړې کوي، چې د نجونو شمېر پکې نږدې ۸۰۰ ته رسیږي.

Image caption ښاغلی میاخېل وایي، د ناسمو دودونو د لمنځه وړلو لپاره چې پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ مخه نیسي، د ټولو مرسته اړینه ده.

د پوهنتون چارواکي وايي پوهنتونو ته د نجونو د تشویق او دهغوی د ځینو اندېښنو د لرې کولو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولې دي.

د پوهنتون مشر ببرک میاخیل چې تازه پر دغه دنده ګمارل شوی، وايي د نجونو لپاره یې ټرانسپورتي اسانتیاوې هم برابر کړي، خو نوموړی د ناسمو دودونو د لمنځه وړلو لپاره چې پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ مخه نیسي، د ټولو مرسته اړینه بولي.

"له بده مرغه په ډیرو سیمو کې ځینې خلک داسې ذهنیت لري چې پر نجونو تعلیم کول، لکه پردۍ غوا ته واښه کوې. د دې ناسم دود او ذهنیت بدلیدو لپاره باید عالمان او خلک پراخه ونډه واخلي."

په افغانستان کې د دولتي پوهنتونو ترڅنګ، ګڼ شمیر نادولتي پوهنتونه هم شته. خو له لویه سره هم په دولتي او هم په شخصي پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو شمېر د پرتلې وړ نه دی.

د لوړو زده کړو وزارت د شمیرو له مخې د افغانستان په ټولو دولتي پوهنتونونو کې ۱۷۰۰۰۰ محصلان زده کړې کوي چې ۳۶ زره یې نجونې دي. د دې نجونو ډېره برخه په هرات، بلخ او کابل ولایتونو کې دي.

په هرات پوهنتون کې د نجونو شمېر له هلکان ډېر دی. په بلخ پوهنتون کې بیا د نجونو شمېر څه باندې ۶۰۰۰ ته رسیږي او په کابل کې بیا تر ۵۰۰۰ رسیږي.

د ډېرو باور دا دی چې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د نجونو د پراخ ګډون لپاره د ناسمو دودنو پر وړاندې هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا ده، چې هم د حکومت ترڅنګ پکې کورنۍ هم ونډه ولري.

ورته مطالب