په اوو پوښونو کې بندې خبرې

د انځور حقوق AFP

په شپږم وار مې د سترې محکمې دروازه ټکوله. دغلته حاضري ورکول ډېرو ته ستا په واړندې شک پیدا کوي ځکه په افغانستان کې چې څوک ډیر اړ شوی نه وي محکمې ته نه ورځي زه چې هر ځل ورتلم پوښتنه رانه کېده خورې طلاق اخلې ځینو یې دا پوښتنه کوله غواړې قاضۍ مقرره شې؟

پولیس چې زما په ورتلو راسره ډېر اشنا شوي وو په موسکا به یې وویل جنجال دې لا نه دی خلاص شوی.

سر به مې وښوراوه او دا درک راته وشو چې دلته څوک بې جنجاله نه راځي او لانجه هم په یوه ورځ نه ختمیږي.

زه چې همدومره ځله محکمې ته تللم یوازې د دې لپاره چې یو قاضي راته ووایې چې په تېرو لسو کلونو کې له مېړونو د ښځو د بېلتانه شمېرې څومره دي؟

عدلي او قضایي قضيو پورې اړوند معلومات د افغانستان په ستره محکمه کې لاسلیک او تړل کیږي، هغه ځای چې تر دې دمه دوه ځله د افغان حکومت د مخالفینو تر برید لاندې راغلی.

د قاضي القضات اجازه

د دغې ادارې مرستیالان او نور مشران ان ساده معلومات هم د قاضي القضات له اجازې پرته له خبریالانو سره نه شریکوي. په دې ټول پوهیږو چې د اساسي قانون د پنځوسمې مادې پر بنسټ معلوماتو ته لاسرسی د هېواد د وګړو حق دی.

د نورو دولتي ادارو په څېر دا اداره هم له رسمي مکتوبه پرته خبریالانو ته په کار معلومات نه ورکوي.

غوښتل مې د تېرو څو کلونو د طلاق او تفریق شمېرې د افغانستان له محکمو ترلاسه کړم او یوې کورنۍ محکمې ته ورشم. یو رسمي مکتوب مې اړوندو چارواکو ته وسپاره وروسته له هغې چې قانوني پړاوونو یې یوه اونۍ وخت واخیست د کابل کورنۍ محکمې ته د تللو اجازه راکړل شوه او وخت یې راکړ چې د دې محکمې مشرې رحیمې رضایي سره خبرې وکړم.

Image caption ټیلیفون یې واخیست د قضایه قوه عمومي مشر ته یې زنګ ووهه د قضایه قوه عمومي مشر له څو زنګونو وروسته جنرال نثار ټیلیفون ځواب کړ. ټوله کیسه یې وکړه هغه په ځواب کې وویل: (دا محرم اسناد دي ستاسو په واک کې یې نه شو درکولی)

مېرمن رضایي په یوه غونډه کې بوخته وه. زه او همکار مې صفي الله امین زاده د محکمې په دهلیز کې چې ګڼه ګوڼه وه په تمه ولاړ وو هلته له ولاړو کسانو مې وپوښتل دلته تل داسې ګڼه ګوڼه وي ځواب کې یې راته وویل نن کم دي نورې ورځې به دلته په اسانه راونه رسیږې.

محکمې ته د راغلو خلکو څېرو بېلابېلې کیسې درلودې د ځینو څېرو کې د ناهیلیو او خپګان څپو موجونه وهل.

ډېری یې غوسه وو. یوشمېر مېرمنې چې په اوږدو څوکیو ناستې وې په څېرو او د وجود په نورو برخو له ټپونو یې معلومېدې چې له ژونده ستړي دي. د یو څو مېرمنو کیسې مې واورېدې کیسې دردونکې وې خو د یویې تصویر مې چې له ذهنه نه لرې کیږي سترګه یې له ډېرو ټپونو پړسېدلې وه ټپونه یې شنه اوختي وه د لور د ژغورلو په پار زوم مرګونې وهلې وه.

سره له دې چې د راغلو کسانو غږونو شور جوړ کړی و خو بیا هم کومې ښځې چې هلته وې ورو ورو یې له یو بل سره د خپلو مېړونو او د دوې د کورنیو د تاوتریخوالي کیسې کولې.

راغلي نارینه ځینې ولاړ او یوشمېر له ښځو لرې دېوالانو ته یې ډډه وهلې وه. څو نور یې چې په څېرو کې یې غوسې له ورایه ښکارېدې هاخوا دېخوا یې ګامونه اخیستل.

دلته په ټپي ځان ستړی انتظار دردونکی ښکاري څه چې ماته حیرانونکې وه دا بدلون چې په دومره ګڼ شمیر ښځو څنګه په میړونو د عریضې زړه کړی.

د افغانې ټولنې ښځه خو لا په کاله کې نارینه ته په تروش تندي نشي کتلی. دلته خو قانون له مخکې ښځو ته د قانوني شرایطو پربنسټ پر میړه د دعوې حق ورکړی. هغه خبره قواله شته خو منې یې په چا؟

له مېړونو۱۶۶۰ بېلې شوې ښځې

همدې کې د مېرمن رضایي غونډه خلاصه شوه زه او همکار مې امین زاده د طلاق او تفریق د څو کلنو شمیرو دغه راز د لاملونو موندلو لپاره د میرمن رضایي کار خونې ته د ننه شو د مرکې په لړ کې یې د وروستي کال د طلاق او تفریق شمیرې وویلې.

د دغو شمیرو پر بنسټ په تیر یو کال کې یواځې په کابل کې ۱۰۴ ښځو د بېلابېلو کورنیو تاوتریخوالو له امله د مېړه په نشتون کې دلته راغلي او له مېړونو بېلې شوې دي.

د کابل کورنۍ محکمې شمېرې ښيي چې سږ د تیرو نهو میاشتو په لړ کې ۵۲ ښځو یوازې د مېړنو د تاوتریخوالي له امله طلاق اخیستی.

Image caption د افغانستان د قضائیه قورې چارواکي ډېر لږ له رسنیو سره مرکو ته زړونه ښه کوي.

د ښځو د حقونو د خوندیتابه یوشمېر بنسټونه او ادرې وایي دا چې د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شوې د طلاق غوښتونکو میرمنو شمیر هم ډیر شوی.د سترې محکمې په غوښتنه بیا هم له یوه رسمي مکتوب سره دغې ادارې ته ولاړو له څو ورځو تلو راتلو ټیلیفوني اړیکو وروسته زموږ مکتوب په لیکنې بڼه ځواب شو. چې په تیرو نهو میاشتو کې ۱۶۶۰ ښځې د افغانستان په مخکمو کې له خپلو مېړونو بېلې شوې دي.

په دغو شمېرو مو بسنه ونه کړه بیا مو هم د مرکې غوښتنه وکړه.

رسمي مکتوب مو یوړ له لسو ورځو تلو راتلو او ټیلفوني اړیکو وروسته سترې محکمې چارواکو وویل ستاسو مکتوب مو د کابل ایستناف محکمې ته لېږلی، محکمې ته ولاړو خو چارواکو ویل مکتوب مو لا نه دی رارسېدلی.

یوه اونۍ وخت یې وغوښت چې مکتوب استیناف محکمې ته ورسېد دا محکمه شاوخوا پنځه سوه متره له سترې محمکې سره واټن لري.

لکه د یو شمېر نورو دولتي ادارو په څېر، ستره محکمه کې هم مکتوبونه د پوست له لارې لېږي.

سره له دې چې په تېرې یوه نیمه لسیزه کې د دولتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو د ادرو د دیجیتل کولو لپاره ډېر لګښتونه وشول خو لا هم په ډېرو ادارو کې کمپیوټرونه په یوه ګوښه ځای کې اېښودل شوي او کار ترې نه اخیستل کېږي.

وروسته له یوې اونۍ مکتوب دغې ادارې ته ورسید د غږ ثبتولو له وسیلو سره ولاړو چې د طلاق او تفریق شمېرې ترلاسه کړو.

د دې بنسټ چارواکي وویل: د سترې محکمې مشر په لارښود موږ د مرکې اجازه نه لرو تاسې به د کابل کورنۍ محکمې ته وروپېژنو.

'موږ ته همداسې ویل شوي'

و مې ویل: شاوخوا دوه میاشتې وړاندې مو د کابل د کورنۍ محکمې مشرې سره خبرې وکړې

چارواکي وویل: موږ ته همداسې ویل شوي.

هغه مکتوب چې د عدلي او قضایي د ډېرو چارواکو لاسلیکونه پرې شوي و په لاس کې مې ونیوه او له محکمې راووتم همکار امین زاده ته مې وویل بیا هم ونه شو.

ټیلیفون یې واخیست د قضایه قوه عمومي مشر ته یې زنګ ووهه د قضایه قوه عمومي مشر له څو زنګونو وروسته جنرال نثار ټیلیفون ځواب کړ. ټوله کیسه یې وکړه هغه په ځواب کې وویل: (دا محرم اسناد دي ستاسو په واک کې یې نه شو درکولی) دواړه حیران شوو- محرم معلومات ځانګړی تعریف لري موږ یوازې د څو کلونو د طلاق او تفریق شمېرې غواړو.

Image caption یوه اونۍ وخت یې وغوښت چې مکتوب استیناف محکمې ته ورسېد دا محکمه شاوخوا پنځه سوه متره له سترې محمکې سره واټن لري.

د امین زاده بحث لامل شو چې ښاغلي جنرال خپل کار ځای ته وغوښت د هماغې ورځې په سبا یې ویل مرکې ته ځم په وخت باید ورسېږم. کله چې برته راستون شو ویل یې نثار صیب د کوم بهرني سفر تابیا کوله خبرې مو وکړې ویل یې معلومات مو پیدا کړي خو د قاضي القضات له اجازې پرته یې نه شم ویلی تاسې باید یو بل مکتوب ولیکئ او د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو دفتر ته یې یوسئ بیا به تاسو سره معلومات شریک کړو.

ښه نو بله لاره مو نه وه مکتوب مو ولیکه او د سترې محکمې لوړپوړي قاضي دفتر ته مو ولیږه .

وروسته له څلور ورځو مو څلورم مکتوب هم لاسلیک شو او د تدقیق او مطالعاتو برخې ته ولاړ .

فکر مو وکړ چې وروسته له دوه میاشتو مو د مرغۍ شیدې وموندلې ، یو څه ډاډه شوم چې مرکه به وشي . خورا لیواله وم چې پوه شم په تیرو لسو کلونو کې څومره مېرمنو طلاق اخیستی خو لوړپوړی قاضي شاوخوا ۴۵ دقیقې راسره وغږید خبره مو د ښځینو د طلاق وه دې راته په خپلو لوړو زده کړو او شخصي ژوند غږېده.

ما په تنګ زړه د هغه د زده کړو کیسې اوریدې خو چې خبره زما د مرکې شوه سړي بیا د نه سر وخوځاوه راته خورا ټکان ورکونکې وه ویل یې زه له رسنیو سره د مرکې اجازه نه لرم د کابل کورنۍ محکمې مشره به مرکه وکړي او کره معلومات به دروسپاري.

ماته مهمه نه وه چې معلومات ښځینه قاضۍ او که قاضي راکوي خو معلومات مې پکار وو د کابل د کورنۍ محکمې مشرې ته ورغلم هغې هم دا نه ګڼله چې دا دې موږ ته د معلوماتو مسوله وي. خو ژمنه یې وکړه چې مرکه کوي په تنده ژبه یې وویل که سبا دې له دوه بجو واړوله بیا مرکه نشته

ستړې خو یو څه هیلمنده دفتر ته ستنه شوم او دا مې انګیرله چې نوره نو زموږ ستړې کیسه راټولیږي او خپلو اوریدونکو ته به وایم چې په دې موده کې څومره ښځو د خپل ژوند ملګري پریښي .سبانۍ ژمنه مې له ذهنه نه وتله د قاضۍ تنده ژبه مې په یاد وه خبریالي لالهانده ژوند دی زه په دې ورځ په بل رپوټ بوخته شوم خو خپل همکار صفي الله امین زاده ته مې په ټینګار ویل چې مرکې ته په ټاکلي وخت ورشي.

جوړاوه مې بل رپوټ خو فکر مې ټول د قاضۍ په مرکه کې وه همکار مې راستون شو او زړه کې مې ګوړې ماتولې چې کار وشو امین زاده ستړی اسوېلی ویوست ویل یې د قاضۍ له مرکې نوې خبره راونه وته هماغه د نهو میاشتو شمېره ده چې په روانو نهو میاشتو کې ۱۶۶۰ ښځو طلاق اخیستی د نورو کلونو هیڅ شمیرې نه وې.

د کمپیوټر په تڼیو مې د لیکلو ګوتې څو شېبې بې سېبکه شوې او فکر مې وکړ په هغه هېواد کې مې د خبر رسولو دنده ده چې ډېر کله پټ معلومات پکې په ډاګه پراته وي او هغه څه چې د خلکو لپاره د ورځنیو معلوماتو اړتیا ده له هغې اوه رنګه پوښونه تاو شوي دي نه پوهېږم د څه لپاره او ولې؟

ورته مطالب