يوه نظرپوښتنه د افغانستان سولې پروسه "ناکامه" ښيي

Image caption د افغان سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي په دې اړه پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي

د افغانستان د سولې په تړاو د یوې تازه نظرپوښتنې پایلو ښودلې، چې تر ۷۰ سلنه ډېرو خلکو له طالبانو سره د افغانستان دولت د سولې بهیر "ناکام" بللی دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز دغه نظرپوښتنه د هېواد پنځلسو ولایتونو کې ترسره کړې ده، چې پربنسټ یې یوازې ۲۸ سلنه افغانانو د سولې راتلو په تړاو د دولت بریالیتوب ته هیله ښودلې.

د هوا په تودېدو سره معمولاً طالبان د پسرلنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي او د سولې لپاره نړیوالو هڅو کومه پاموړ پایله نه ده ورکړې.

وړاندې د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان دیپلوماتانو کابل او اسلام آباد کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو څلور ناستې کړې، له طالبانو سره یې د مخامخ خبرو لپاره نېټه وټاکله، خو طالبانو له خبرو چورلټ انکار وکړ.

د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو مرکز نن له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالي په اړه د افغانانو د انګیرنو په باب د خپلې شپږ میاشتنۍ څېړنې پایلې خپرې کړې.

د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز شنونکی غلام رضا ابراهیمي وايي ''په ۱۵ سروې شویو ولایتونو کې د خلکو اصلي اندېښنې د خلکو د حقونو معامله ۲۵ سلنه، د سولې نه راتګ ۲۰ سلنه، د سولې د خبرو نه شفافیت ۱۹ سلنه، د ښځو حقونو ته نه پاملرنه ۱۴٫۳ سلنه، او اساسي قانون ته نه پاملرنه ۱۳٫۳ سلنه.''

په دې څېړنه کې د هېواد پنځلسو ولایتونو کې له ۱۵۴۰ کسانو پوښتنې شوې.

۴۸ سلنې پوښتل شویو ویلي، پاکستان او د سیمې نور هېوادونه د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې لټوي. ۲۰ سلنه پوښتل شویو له امریکا کرکه کړې او د ۱۷ سلنه نورو پوښتل شویو په اند دولتي چارواکي د جګړې له دوام ګټه اخلي.

د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي ''که چېرې موږ پر یوې مشخصې نېټې پام راټول کړو، چې ارومرو باید خبرې وشي او پایلې ونه لري، زما په اند د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي. خو باکیفیته خبرې که وهم ځنډول شي، او لا ډېر طالب ډلې د خبرو میز ته راکش شي، غوره به وي.''

په داسې شرایطو کې چې د افغانستان د جګړې پای او د سولې برخلیک روښانه نه دی، اوس د افغانستان دولت په یوه جبهه کې جنګېږي، له یوې خوا د سولې د خبرو هلې ځلې روانې دي او له بل پلوه باید په خلکو کې خپل باور ترلاسه کړي.

ورته مطالب