فاریاب کې د پت په تور وژنه، خو د ګاونډي په لاس

د انځور حقوق bbc

په افغانستان کې د پت په تور یو ځل بیا وژنه، خو دا ځل د یوه ګاونډي د زوی په لاس. د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې یوه ښځه او سړی د نا مشروع اړیکو په تور د ښځې د ګاونډي له خوا وژل شوي. برید کوونکی چې د ولسي ځواکونو غړی دی له سیمې تښتېدلی.

کابل کې زموږ همکال خوشحال تایب پخپل راپور کې کاږي، دغه ښځه چې شاوخوا شل کاله او نارینه درویشت کاله عمر لري د شپې دوه بجې د ښځې د پلار په کور کې وژل شوي دي.

د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي وايي د دوی د ګاونډي زوی چې له ولسي پولیسو سره یې دنده ترسره کوله وروسته تر دغې پېښې له سیمې تښتېدلی دی:

''موږ دا موندلې د ولسي ځواکونو یو غړي تر دغې پېښې وروسته طالبانو ته ورغلی دی. نښې ښيي چې دغه وسله وال کس له طالبانو سره یو ځای شوی دی''.

ښاغلی معصومي وايي دغې ښځې یو کال وړاندې د خپلې ترور له زوی سره واده کړی وو، خو شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې طلاق اخیستی وو. پولیسو هم د ګاونډي زوی د قاتل په توګه پېژندلی.

په افغانستان کې د شرعیت او قانون له مخې د واده له کړۍ بهر د نجلۍ او هلک تر منځ اړیکې جرم بلل کیږي. خو زیاتره وخت د حرام او جزا د معلوملو لپاره د محکمو پر ځای خپل کسان قانون په لاس کې اخلي او له څېړنې او د جرم له معلومولو پرته خپله کسانو ته سزا ورکوي، چې تر ډېره دغه راز سزاوې وژل وي.

په دغې پېښې کې هم د ښځې او نارینه تر منځ نامشروع اړیکې نه دي ثابتې شوي.

په افغانستان کې د پت په تور زیاتره وژنې د ښځې د پلارګنۍ له خوا کیږي. خو په وروستۍ پېښه کې د ګاونډي زوی هم ورته کړنه ترسره کړې ده.

ورته مطالب