بريتانیا : طالبانو سره 'محدودې' اړیکې لرو

په کابل کې د بريتانیا نوى سفیر وایي، که یې هېواد د افغانستان سولې خبرو ته را وبلل شي، نو د سولې خبرو ته د بېلابېلو ډلو په راوستلو کې له خپل نفوذه کار واخلي.

ډامینیک جرمي، په کابل کې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې په ټینګار وویل، د طالبانو له خوا د جګړې غځول نړیوالې ټولنې ته نور د منلو نه دی.

ښاغلي جرمي درې ځلي په افغانستان کې دنده تر سره کړې. کابل کې زموږ خبریال خلیل نوري سره مرکې کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې دده په نظر ايا افغانستان په سم لوري روان دی؟ هغۀ وویل:" هو، افغانستان په بشپړ دول په سم لوري روان دی. لومړی ځل چې افغانستان ته راغلم، د طالبانو رژیم په واک کې نه و، د کورنۍ جګړې وختونه وو. د کابل او ختیځ ولایت ننګرهار د اوسېدونکو د هغه مهال سختۍ او کړاوونه مې په زړه دي. اوس ګورم چې ماشومان ښوونځي ته او ښځې روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی لري. رسنۍ ډېرې شوې دي او پراخ سیاسي بحثونه وینو، دا هر څه ١٥ کال وړاندې نه و. که څه هم ډېرې ستونزې لا پر خپل ځای پاتي دي، خو ډېر بدلون هم راغلی دى".

ده د افغان ځواکونو وړتيا وستايله او وې ويل "هغه وړتیا چې په ۲۰۱۵ کې دغو ځواکونو له ځانه وښوده، د دوی د ورځ تر بلې زیاتېدونکې وړتیا ښکارندويي کوي" .

کله چې له ښاغلي جرمي وپوښتل شول چې تاسې د افغانستان د راتلونکې په اړه ډېرخوشبینه ښکاري هغه وویل" رښتیا هم زه د افغانستان په اړه ډېر خوشبینه یم او زما د خوشبینۍ لامل د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه زما تجربې دي او د خوشبینۍ بل لامل مې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې رامنځته شوي مثبت بدلونونه دي".

خو دې سره سره د برېتانيا سفير ومنله چې پرتو ستونزو څخه هم سترگې نه شي پټولى مگر زياته يې کړه " زه د افغانانو په سترګو کې راتلونکي ته هیله مندي وینم، او ګورم چې په تېرو ١٥ کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي دي او خوشحاله یم چې بریتانیا هم په دغو پرمختګونو کې ونډه درلوده.

دبرتانيا د سفير د مرکې نوره برخه د پوښتنې او ځواب په بڼه لوستونکو ته وړاندې کوو:

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption له ٤٠٠ زيات برتانوي پوځيانو د افغانستان په جگړې کې ژوند له لاسه ورکړى او لوى شمېر نور ژوبل شوي دي.

پوښتنه: فکر نه کوئ طالبان او داعش د افغانستان لپاره سترې ننګونې دي؟ تاسو هغوی ته اشاره ونه کړه؟ ځواب: هو ومې ویل چې ستونزې شته. خو د دوی د جهاد مشروعیت په اړه باید ووایم چې زه د یو غیر مسلمان په توګه نه شم کولای د دوی جهاد تعریف کړم او هیڅوک هم نه پوهېږي ووايي، هغه څه چې طالبان یې کوي، څه دي، خو دا ده چې دغه ډله پخپلو لاسونو خپل هېواد ورانوي.له بلې خوا زه د ملي وحدت حکومت وینم چې په افغانستان کې د سولې لپاره یې خپل جنوبي ګاونډي پاکستان، چین او امریکا ته لاس ورغځولی چې په هېواد کې یې امنیت او ثبات ټینګ شي او دا ډېره اړینه ده.

ده زياته کړه "ډېره خواشینوونکې ده چې طالبان د افغانستان د ملي ګټو ضد کړنې کوي. او د داعش په اړه باید ووایم، دغه ډله داسې اسلام خلکو ته معرفي کوي چې تر اوسه ما نه دي اوریدلي چې څوک دې ووايي د داعش ډلې عقیده او باورونه په افغانستان کې مخینه لري. وینو چې داعش په بشپړ ډول پردی سازمان دی چې د سوریې له رقې او له عراقه یې سرچینه اخیستې"

پوښتنه: تاسو په پاکستان کې ماموریت ترسره کړى او د ډيرو په فکر برېتانيا هم پر پاکستان ډېر نفوذ لري. ایا ستاسو هېواد چمتو دی چې د سولې په څلور اړخیزو خبرو کې رول ولري؟

ځواب: بريتانیا له افغانستان سره کلکې اړیکې لري او همدارنګه له پاکستان سره هم. که د افغان دولت لخوا د سولې خبرو ته وبلل شو، ډېر به خوشاله شو. باید ووایم چې له موږ غوښتل شوي، چې د سولې په خبرو کې ځانګړی رول ولرو. هغه څه چې موږ یې کولو ته ژمن یو دا دي چې په بېلابېلو ډلو له خپل نفوذ نه په ګټې اخیستو هغوی د خبرو میز ته کېنوو.

د بريتانيا سفير وو يل " موږ له طالبانو سره محدودي اړیکې لرو، د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره تماسونه لرو، له پاکستان، ایران، هند او د خلیج په شاوخوا کې له پرتو هېوادونو سره چې په یوه نه یوه بڼه د افغانستان پر سیاستونو اغېزه لري، ښې اړیکې لرو. خو هغه څه چې بریتانیا یې کولی شي، هغه د سیمه ییزو لوبغاړو ترمنځ د داسې فضا برابرول دي چې هغوی د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ وکړي. ځکه چې باثباته افغانستان د پاکستان، هند او ایران په ګټه دی. د دغو هېوادونو په ګاونډ کې جنګ جګړې به راتلونکي کې د دوی پر سیاسي او اقتصادي ګټو ناوړه اغېزه وکړي".

دې پوښتنې ته چې د افغانستان له دولت سره د خبرو لپاره شرطونو ايښودو ته څنگه گوري

د انځور حقوق PA
Image caption زرگونه برتانوي پوځيانو په افغانستان د امريکا په مشرۍ بريد وروسته پوځي ماموريت کې برخه درلوده.

د بريتانيا سفير وويل "زه دا دومره حیرانوونکې نه ګڼم، دا داسې خبرې دي، چې ښايي ډېر وخت ونیسي. د شمالي ایرلنډ په اړه زما تجربه داده چې د سولې خبرو یې کلونه وخت ونیوه. خو د افغانستان په اړه هیله من یم او دعا کوم چې دغه بهیر به ژر پیل شي".

ده زياته کړه چې " دغه بهیر به لوړې، ژورې لري. همدارنګه شونې ده، پرمختګونه له خنډونو سره مخامخ شي. اصلي خبرې ته به راشو او هغه دا چې ښه ډاګيزه به یې ووایم، کله چې له سیمه ییزو لوبغاړو سره د همکارۍ مسله را پورته کېږي، یو څه باید طالبانو ته روښانه کړو او هغه دا چې د جګړې دوام د سولې له خبرو ډډه نور هیڅ د زغملو نه دي او دا هر څه باید د فشار له لارې پر طالبانو ومنل شي".

د بريتانيا سفري يو ځل بيا وويل چې "د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ور کوو چې طالبان پوه شي د جګړې په ډګر کې ګټونکي نه دي او د افغان ځواکونو له خوا به وځپل شي".