ننګرهار کې د لمریزې برېښنا شبکه جوړېږي

د انځور حقوق f

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار د والي ویاند ویلي، ډېر ژر به په دې ولایت کې د ۴۰ میګاواټه په ظرفیت لمریزې برېښنا شبکې جوړولو کار پیل شي.

عطاو الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، ټاکل شوې چې دا طرحه د اسیایي پراختیا بانک په مالي ملاتړ د ننګرهار د دوو ولسوالیو روداتو او بټي کوټ د خلکو اړتیاوو پوره کولو لپاره پلې شي.

ښاغلي خوګیاڼي ددې پروژې د لګښت اندازې په اړه څه وضاحت ورنه کړ.

د هغه په وینا، دا طرحه به تر یوې اونۍ کمه موده کې په رسمي ډول پرانستل شي او تر راتلونکو ۳ میاشتو به یې کارونه پایته ورسېږي.

تردې وړاندې د لمریزې برېښنا طرحه په مرکزي ولایت بامیانو کې پلې شوې وه.

د انځور حقوق World Bank

بامیانو کې رسمي سرچینو ویلي، ددې ولایت د لمریزې برېښنا شبکه د ۱،۰۳ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې ددې ولایت په مرکز کې لګول کېږي.

په افغانستان کې د برېښنا کمبود د پراختیا پروړاندې له عمده ننګونو دی. اوسمهال افغانستان کې کارېدونکې ډېره برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.

د نړیوال بانک د ۲۰۱۱ کال د شمېرو له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې برېښنا ته د لاسرسي کچه له ۷،۳ سلنې تر ۹۹،۲ سلنې ده.

د شمېرو له مخې ننګرهار کې تر ۴۱ سلنې ډېر خلک برېښنا ته لاسرسی لري.

خو لا هم څرګنده نه ده چې دا شمېرې د کومو معلوماتو پر اساس برابر شوې دي او کره والی یې د ځېنو لخوا په کلکه تر پوښتنې لاندې راوستل شوی.

ورته مطالب