امریکا کندوز کې پر روغتون د برید په تړاو ۱۲ پوځیانو ته "سزا" ورکړې

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا پوځ وایي، تر ۱۲ ډېر پوځيان یې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید په تړاو چې ۴۲ کسان پکې ووژل شول، تنبيه يا ترټلي دي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) منلې چې هغه روغتون په تېروتنې سره هدف ګرځول شوی و، خو د پوځ هېڅ کارکوونکی به له جنایي تورونو سره مخ نه شي.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، دا انضباطي تدابیر چې تراوسه څرګند شوي نه دي، تر ډېره اداري دي. ځېنې پوځيان په رسمي ډول رټل شوي او د ځېنو دندې ځنډول شوي دي.

ددې راپور پر بنسټ، افسران او ټیټ رتبه کارکوونکي د تنبېه شویو په ډله کې دي، خو هېڅ پوځي جنرال ته سزا ته وه ده ورکړل شوې.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان یوه ویاند وویل، ترڅو چې پنتاګون ددې مجازاتو جزییات په ډاګه نه کړي، دوی به یې په اړه نظر ورنکړي.

ددغو کارکوونکو پروړاندې انضباطی ګام د برید په اړه د پنتاګون د څېړنو پایله وه. تمه کېږي راتلونکې اونۍ په دې تړاو څېړنیز رپوټ خپور شي.

د انځور حقوق AP

د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې چې طالبانو د کندوز ښار نیولی و، یوه ۱۳۰ AC-ډوله امریکایي الوتکې کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په نښه کړ.

د افغانستان حکومتي چارواکو وویل، طالبانو دغه روغتون نیولی و، خو ددې ادعا د اثبات لپاره تراوسه شواهد نه دي ترلاسه شوي.

په دغه برید کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ویجاړ شو او ډاکټران یې له کندوزه ووتل.

هغه مهال افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال جان کېمپبل دا پېښه "د انساني خطا له امله رامنځته شوي تراژیدي وبلله چې د پرهیز امکان ترې نه وو"

جنرال کمبل په نومبر میاشت کې ویلي و، د څېړنو پایلې ښيي چې ۱۳۰ AC-ډوله الوتکې په تېروتنې سره روغتون د هغې ودانۍ پرځای په نښه کړ، چې د طالبانو کنټرول کې وو.

په هغه څېړنه کې ویل شوي وو چې امریکایۍ الوتکې ددد ودانۍ پېژندنه د هغو تصویري صفاتو له مخې کړې وه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو برابر کړي وو.

د راپور له موندنو یوه دا وه چې په الوتکه کې یوه شته کمپیوټر چې کولی یې شول تر برید لاندې ودانۍ د هویت په اړه کارکوونکو ته خبرداری ورکړي، تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه برید له امله چې په تېرو ۱۵ کلونو کې پر ملکیانو خونړی برید وو، په خپله بښنه وغوښته.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب