د افغانستان د سینما یو ستوری حکیم اطرافي ولوېد

اطرافي
Image caption ښاغلی اطرافي په ۱۳۳۹ هجري لمریز کال هلمند ولایت ته ولاړ او هلته یې لس کاله د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه.

د افغانستان د سینما او تیاتر یو مشهور کومیډي ستوری او هنرمند حکیم اطرافي د ۸۲ کلونو په عمر په نیوزیلنډ کې مړ شوی دی.

ښاغلي اطرافي خپل لومړني هنري کارونه په هرات ولایت کې هغه مهال پیل کړي، چې زده کوونکی و.

اطرافي په هرات کې زیږېدلی او د شپېتمې لسیزې هجري لمریزې لسیزې په لړ کې په لسګونو تلوېزیوني او رادیويي کومیډي پروګرامونو کې لوبېدلی.

حکیم اطرافي تر ډېره خپل شاهکارونه پخپله لیکل او هغه یې عملي کول.

ښاغلی اطرافي په ۱۳۳۹ هجري لمریز کال هلمند ولایت ته ولاړ او هلته یې لس کاله د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه.

هغه د هلمند په تیاتر کې هم کار کړی.

حکیم اطرافي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لومړی پېښور او بیا نیوزیلنډ ته کډوال شو، چې تر مرګ پورې همالته و.

اطرافي دوې لوڼې او یو زوی لري، چې د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ سیمه کې اوسېږي.

ورته مطالب