" ٣۵ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري"

Image caption د اوبو نړيواله ورځ کابل کې لويې غونډې کې ولمانځل شوه

د اوبو نړیواله ورځ په افغانستان کې د اوبو او بوختیا په نوم ولمانځل شوه. افغان چارواکو په دغه هېواد کې اصلي ستونزه د اوبو نا سم مدیریت په ګوته کوي.

د څېړنو تر مخه دا مهال په افغانستان کې د اوبو له سرچینو تر کروندو ۴۵ سلنه اوبه ضایع کېږي.

د حکومت شمېرې ښيي چې په افغانستان کې ۶۵ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري.

د افغانستان د کرنې وزیر، اسدالله ضمیر، د دې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وينا کې افغانستان کې د اوبو مدیریت نا مناسب وباله او ويې ويل "د اوبو له سرچینو تر کروند ٤٥ سلنه اوبه په ویالو او کانالونو کې ضایع کېږي".

ښاغلی ضمیر وايي د افغانستان ۶۰ سلنه بازار په کرنې پوررې تړلی دی او په کلیو کې د کورنیو ۸۰ سلنې عاید سرچینه هم کرنه ده. خو د اوبو مدیریت لا هم له ستونزو سره مخامخ دی" هغه تصویرونه چې په ۲۰۱۵ کال کې د بېلابېلو ادارو په ځانګړې توګه د خوړو د نړیوال سازمان له خوا اخیستل شوي، ښيي چې په افغانستان کې ۹،۶ میلیونه هکتاره ځمکه د کر وړ ده. چې له هغې څخه ۵،۵ میلیونه هکتاره یې د خړوبېدو وړتیا لري،خو دا مهال یواځې ۲.۱ میلیونه هکتاره خړوبېږي".

Image caption د افغانستان ډيرى وگړي د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسى نلري.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني غونډې ته وويل "په افغانستان کې د اوبو د څلورو بندونو لومړنۍ چارې بشپړې شوي او پر ځينو نورو یې کار روان دی.

خو زیاته يې کړه "هغه ډول چې رسنۍ د افغانستان د پریمانه اوبو په اړه خبرې کوي هومره پریمانه هم نه دي، ځکه چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی او دکلني اورښت کچه هم په کال کې ۳۰۰ ملي متره ده". ده وويل " د خوښۍ ځاى دى چې د اوبو د سرچینو د کمښت له بحران سره مخ نه یوو، خو د اوبو د مدیریت او زیرمه کولو په برخه کې ستونزې لرو".

خو د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر ،نصیر احمد دراني، خپلې وينا کې وويل "دا مهال د افغانستان ۶۵ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري".

په افغانستان کې ډېری خلک باور لري چې دا هېواد ښې پریمانه اوبه لري. خو د اوبو نا سم مدیریت د دې لامل شوی چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخا مخ شي.