غني: ښوونکو ته کورونو برابرولو کې له پاتې راتلو بښنه غواړم

د انځور حقوق ARG

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، ښوونکو ته د کورونو برابرولو ژمنه کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي غني چې کابل کې یې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې خبرې کولې وویل، ځینې ستونزې سبب شوې چې حکومت ونشي کولی ښوونکو ته د کورونو برابرولو بهیر پیل کړي.

"دا مو نه دي ترسره کړي، بښنه غواړم. دلایل یې څه دي؟ د ښوونکو ښارګوټي غلطو ځایونو کې وو. له ښارونو یې لرې نقشه کړي وو، نقشه یې سمه نه وه، له هغه ځایه تاسو (ښوونکي) نشئ راتلی."

هغه وویل، په دې ازموینه کې ځان "مشروط بولي" خو هیله من دی سږ کال له ښوونکو د کامیابۍ نومره واخلي. ښاغلي غني وویل، حکومت په کابل او ولایتونو کې پر یوې طرحې کار کوي او له ښوونکو سره به یې شریکه کړي.

د دولتي ادار او زورواکو لخوا د پوهنې وزارت د ځمکو غصب دویم لامل وو چې ولسمشر د ښوونکو د مسکن پروړاندې د خنډ په توګه یادونه وکړه.

ښاغلي غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د کار پیل لومړیو ورځو کې ښوونکو سره ژمنه کړې وه چې هغوی ته به د کورونو برابرولو په موخه ځمکه ورکوي.

Image caption تېرکال کابل کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو د خپلو امتیازاتو ډېرېدو لپاره نژدې یوه میاشت کاربندیز وکړ.

ولسمشر غني وویل چې فساد هم د پوهنې په مخ کې یو خنډ دی. بیلګه یې راوړه چې تیرکال باید د ۶۵۰ ښوونځیو د ودانۍ چارې بشپړې شوې وې، خو په وینا یې د سیمه ییزو شوراګانو د درغلیو او فساد له کبله دا کارونه نیمګړي پاتې دي.

ولسمشر هوډ وښود چې په پوهنیز نظام کې به ددرغلیو مخه نیسي او روڼوالی به راولي."د پوهنې وزارت د سرچینو مدیریت باید، د ټول هېواد لپاره د روڼتیا او حساب ورکونې نمونه وي."

پوهنې وزارت کې د ښځو ونډه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د پوهنې وزارت په رهبرۍ کې باید ښځو ته ونډه ورکړل شي. هغه وویل، په نورو دولتي ادارو کې د ښځو ونډه شته، خو پوهنې وزارت کې لا هم دا تشه تر سترګو کېږي.

ښاغلي غني وړاندې هم په دولتي ادارو کې ښځو ته د برابرې ونډې ورکولو خبره کړې وه او ژمنه یې کړې وه چې ښځو ته به په لوړو دولتي پوسټونو کې ځای ورکړي.

ښاغلي غني ویلي وو، د ملي یووالي حکومت کې ښځې په ټولو سیاسي او ټولنیزو برخو کې حضور لري، خو دا ګډون به د هغوی د اړتیاوو پربنسټ لا ډېر شي.

خو ولسمشر غني د نن ورځې په خبرو کې یادونه وکړه چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ په تشکیل کې د ښځو ونډه کمه ده. "دا باید بدلون ومومي، باید په بنسټیز ډول بدلون ومومي، باید په پوهنې وزارت کې د افغانستان د ښځو برابروالی په سراسري ډول عملي شي. "

خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې د مامورینو ګومارنه د بشپړې روڼتیا له مخې وي. ولسمشر وویل، په پوهنې وزارت کې زرګونه بستونه تش پاتې دي او ټاکل شوې ۱۰۰ نور بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې شي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د افغانستان په یو شمېر سیمو کې لا هم زرګونه زده کوونکي شته چې په خلاصه فضا کې زده کړې کوي.

ښاغلي غني وویل، د پوهنې وزارت تشکیل د سلیقو او یا هم د وخت د اړتیاوو له مخې جوړ شوی، نور د ښوونکو او زده کوونکو د اړتیاوو ځواب ویونکی نه دی. "د کمیت له مخې تغییر راغلی، خو د کیفیت له مخې مو بنیادي مشکل نه دی حل شوی."

هغه یادونه وکړه چې د پوهنې وزیر اصلاحاتي ګامونو پروړاندې ځینې مقاومتونه وو، خو دوی په ګډه وشوای کولی دا خنډونه لرې کړي.

"د پوهنې له وزیر صاحب مو وغوښتل چې د ۸۶ ریاستونو شمېر راکم کړي. څو میاشتې تېرې شوې، هرڅه چې مذاکره یې وکړه، مقاومت و، بالاخره چې اراده مو وکړه په دوو ورځو کې مو ۵۰ ریاستونه کم کړل."

هغه د چا نوم یاد نه کړ، خو ویې ویل چې "دا ډول مقاومت او خنډ جوړونه ... د منلو نه ده." که دا انسجام رامنځته نشي، نو کمیت بدلون مومي، خو کمیت پرخپل ځای پاتې کېږي.

ښوونځیو ته انټرنټ

ښاغلي غني په هېواد کې د پوهنې کیفیت د لوړولو په موخه د مخابراتو او ټکنالوژۍ له وزارته وغوښتل چې ښوونځي د نوري فایبر له انټرنټي شبکې سره ونښلوي. د هغه په خبره، ټکنالوژۍ ته د ښوونکي او زده کوونکي له لاسرسۍ پرته به پرمختګ ډېر ورو وي.

ولسمشر د تېر په څېر یو ځل بیا د پوهنې پر کیفیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې لا هم په تعلیمي نصاب کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي چې دده په وینا د زده کوونکو د فکري وړتیا د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

هغه وویل چې د افغانستان ځوانان ښه استعداد لري، خو د ښوونې او روزنې تګلاره یې پروړاندې خنډ ده. هغه وویل چې درسي نصاب باید اصلاح او ښوونکی او زده کوونکی محور وي.

هغه له ښوونکو، مدني ټولنې، علماوو او ټولو اقشارو وغوښتل چې د پوهنې وزارت لپاره یوه واحده تګلاره رامنځته کړي چې په دې توګه دا بنسټ له سیاسي فشارونو خلاص شي او څرګنده لوری ورکړي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې د پوهنې کیفیت په لوړولو کې چې ده "جهاد اکبر" وباله، ونډه واخلي.

ورته مطالب