"افغانستان کې ښوونځي دې پوځي موخو لپاره نه کارول کېږي"

د انځور حقوق ARG

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان امنیتي ځواکونه باید د پوځي موخو لپاره د ښوونځیو له کارولو ډډه وکړي.

دې سازمان زیاته کړې چې په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰ مواردو کې له ښوونځیو د پوځي موخو لپاره ګټه اخستل شوې.

ددې سازمان په وینا، ۱۵ مورده یې د افغانستان امنیتي ځواکونو او پاتې د اورپکو ډلو لخوا رامنځته شوې.

د بشري حقونو سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان امنیتي ځواکونو په تېر میلادي کال کې په ځینو مواردو کې وسلې او مهمات د ښوونځیو شاوخوا ته لېږدولي او یا یې له دې ښوونځیو د سنګر په توګه ګټه پورته کړې ده.

دې سازمان ټینګار کړی، دا ډول کارونه نه یواځې افغانستان کې د زده کوونکو د زده کړې مخه نیسي، بلکې دا بهیر پخپله ددې لامل کېږي چې ښوونځي د دولت مخالفینو لخوا پوځي اهداف وګڼل شي.

د بشري حقونو سازمان ټینګار کړی چې د ځېنو درسي ټولګیو، د ښوونځیو د لوبو میدانونو، د ښوونځیو د شاوخوا او یا هم د ټول ښوونځي کنټرول د پوځي ګټه اخستنې په معنا وي.

دا سازمان وایي، ښایي د دا ډول کارونې شمېره لوړه وي.

دا ډول پېښې د افغانستان په ډېرو سیمو کې په شمال، شمال ختیځ او ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، بغلان، کندوز او بدخشان کې رامنځته شوې دي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې له ښوونځیو پوځي ګټه اخستنه له یوې خوا افغانستان کې د زده کوونکو لخوا د تعلیم پرېښودو کې د ډېروالي لامل کېږي، له بلې خوا د ښوونکو د غیرحاضرۍ زیاتېدو سبب هم کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان له دولته غوښتي د "امن ښوونځي" فرمان چې په ۲۰۱۵ کال کې یې لاسلیک کړی عملي کړي.

ددې فرمان له مخې، دولت ژمن دی له ښوونځیو ساتنه وکړي.

ورته مطالب