په کندهار کې افغان پوليسو خپل "اووه" ملګري وژلي

د انځور حقوق f
Image caption تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې دې ته ورته پېښې رامنځ ته شوې دي

د افغانستان په جنوب کې د کندهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې اووه پوليس د خپلو نورو ملګرو له خوا وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي دغه پېښه په ځايي وخت سهار مهال د يادې شوې ولسوالۍ په خانه ګرداب سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده په دغه پېښه کې د وژل شويو پوليسو شمېر نه دی ښودلی، خو يوه امنيتي سرچينه وايي د دغې پېښې په ترڅ کې اووه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

همدا ډول د ارغنداب د پوليسو مشر ځينو رسنيو ته ويلي چې بريدکوونکي درې پوليس وو چې يو په کې د پوستې پخوانی قومندان هم دی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د دغې پېښې پخلی کړی خو په دې اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې او وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.

د قاري يوسف احمدي په نامه د طالبانو يوه وياند رسنیو ته په لېږل شوي ټيليفوني پيغام کې ويلي "بريدګر د دوی نفوذي کسان وو چې اوس له دوی سره يو ځای شوي دي".

وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي، د روان کال جنورۍ مياشت کې په اروزګان ولايت کې دې ته ورته يوې پېښې له امله ۱۰ پوليس وژل شوي وو.

په همدغه ولايت کې دې ته ورته يوه بله پېښه کې نهه سرتېرې د خپلو ملګرو له خوا چې له طالبانو سره يې اړيکه لرله وژل شوي وو.

وړاندې د کورنيو چارو وزارت ويلي و، داسې يوه تګلاره يې رامنځ ته کړې، چې له مخې به يې نوي ګمارل کېدونکي پوليس د باوري سرچينو له لوري دوی ته ور پېژندل کېږي.

ویل کېږي دا ډول بريدونه چې وړاندې د ناټو او امريکايي ځواکونو لپاره لويه ستونزه وه اوس يې د افغان ځواکونو لپاره سرخوږی جوړ کړی دی.

ورته مطالب