کابل کې د ۲۰ جګړې ځپلو هېوادونو د استازو ناسته

د انځور حقوق MoFA
Image caption جي اوه مثبت ډله په ۲۰۱۰ کال د افغانستان په ګډون د اوو کړکېچ ځپلو هېوادونو له خوا په ختیځ تیمور کې جوړه شوه چې تر اوسه یې د غړو شمېر ۲۰ هېوادونو ته لوړ شوی دی.

د جي اوه مثبت ډلې د غړو هېوادونو څلورمه کلنۍ ناسته په کابل کې پيل شوه، په دې شل هېوادیزه دوه ورځنۍ ناسته کې په تېر یوه کال کې د غړو بېوزلو، له کړکېچ سره د مخامخ او جګړه ځپلو هېوادونو ننګونو او لاسته راوړنو ته کتنه کېږي.

افغان ولسمشر چې په دې غونډه کې ګډون کړی و د دولت جوړونې په برخه کې ډېر ټینګار د اصلاحاتو په راوستو او له فساد سره پر مبارزې و.

افغانستان په اسیا کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د ناامنیو، بې وزلۍ او له سیاسي لانجو سره لاس او ګرېوان دی.

غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې، خو تر اوسه کوم څرګند هدف ته نه دی رسېدلی.

ښاغلي رباني وویل، سیاسي او اقتصادي همکارۍ او د بې وزلۍ او بې سوادۍ پروړاندې مبارزه ګډو هڅو ته اړتیا لري.

دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۴مه) هم دوام لري، او په پام کې ده چې د غړو هېوادونو استازي په پای کې خپله یوه پرېکړه اعلان کړي.

جي اوه مثبت ډله په ۲۰۱۰ کال د افغانستان په ګډون د اوو کړکېچ ځپلو هېوادونو له خوا په ختیځ تیمور کې جوړه شوه چې تر اوسه یې د غړو شمېر ۲۰ هېوادونو ته لوړ شوی دی.

ددغې ډلې د فعالیتونو هدف په سیاسي، اقتصادي کړکېچونو او ناامنیو د اخته هېوادونو په منځ کې د ځینو حساسو مسائلو په اړه د همغږۍ رامنځ ته کول دي.

همداشان، دغه ډله د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د ځینو بنسټونو په ګډون له ځینو نړیوالو سازمانونو سره د کړکېچ د هواري او پراختیا راوستلو لپاره کار کوي.

د انځور حقوق MoFA
Image caption افغان ولسمشر چې په دې غونډه کې ګډون کړی و د دولت جوړونې په برخه کې ډېر ټینګار د اصلاحاتو په راوستو او له فساد سره پر مبارزې و.

د جي اوه مثبت ډلې بل هدف دا دی چې د مرستندویو او مرسته ترلاسه کوونکو هېوادونو ترمنځ ښه اړیکي او همغږي رامنځ ته کړي.

ددغې ډلې دا څلورمه ناسته ده، چې مخکینۍ هغې یې په ختیځ تیمور، سوېلي سودان، هایټي او توګو کې شوې وې.

ورته مطالب