د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر استعفا وکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption يوسف نورستانی درې کاله وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ټاکل شوی و

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر محمد يوسف نورستانی له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ظفر هاشمي په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې افغان ولسمشر د ښاغلي نورستاني استعفا منلې ده.

د هاشمي د ټوېټر پيغام له مخې، د ښاغلي نورستاني د استعفا لامل په افغانستان کې "ناوړه حالت او د هغو ښه کېدو ته اړتيا" په ګوته شوې ده.

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د ټاکنو د بنسټونو د اصلاحاتو يو تقنيني فرمان لاسليک کړی و.

د دغه فرمان له مخې به د ټاکنو دواړه بنسټونه خپل ځای نويو کسانو ته پرېږدي.

اروپايي ټولنه چې د افغان ټاکنو لګښت ډېره برخه پر غاړه لري ويلي وو که د ټاکنو په کميسيونو او سيستم کې اصلاحات رانشي د ټاکنو لګښت به ور نه کړي.

يوسف نورستانی درې کاله وړاندې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ټاکل شوی و.

د ۲۰۱۴ کال ستونزمنې ټاکنې چې په هغو کې واک د ولسمشر او اجراييه رييس تر منځ وويشل شو د ښاغلي نورستاني تر مشرۍ لاندې ترسره شوې.

۲۰۱۴ کال کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

ورته مطالب