افغانستان کې د سړکونو حق العبور پیسو "ناڅرګند برخلیک"

Image caption تېرو کلونو کې دولت له هر لیټر تېلو څخه چې افغانستان ته واردېږي، یوه افغانۍ مالیه اخسته.

ښایي په افغانستان کې ډېر کسان پوه نشي د حق العبور پیسې چې موټرچلوونکي یې ورکوي، چېرته او د چا جب ته ځي؟ د لویو لارو د څارنې او ساتنې په موخه له موټرچلوونکو د اخستل شویو میلیونونه ډالرو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

بی بی سی موندلي چې ددغو پیسو د دقیقې شمېرې په اړه د افغانستان له دولت سره هم معلومات نشته.

کله چې له چارواکو پوښتنه وشوه، ضد او نقیضې څرګندونې یې کولې. هغوی ونشوای کولی د راټولو شویو او لګول شویو پیسو مشخصه شمېره د بي بي سي خبریال ته وړاندې کړي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان دولت یوه لاسته راوړنه د سړکونو جوړول بلل کېږي.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې نږدې ۱۰ زره کیلومتره قیر او نږدې ۱۴ زره کیلومټره جغلي سړکونه جوړ شوي چې نږدې ۶ میلیارده ډالر پرې لګېدلي دي.

خو دا ویره شته چې دغه لاسته راوړنه له لاسه ووځي. د ټولګټو وزارت د سړکونو تخریبېدل تاییدوي، خو په دې اړه مشخصې شمېرې په واک کې نه لري.

د کابل – کندهار لویه لاره یو له دې سرکونو ده چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې جوړه شوې او د خلکو په وینا د لمنځه تللو په حال کې ده.

Image caption د افغانستان د مالیې او ټولګټو وزارتونه دواړه ونه توانېدل چې د حق العبور راټولو شویو پیسو برخلیک په اړه کره شمېرې وړاندې کړي.

د کابل – غزني لویې لارې ډرېور وحیدالله وایي، "سرک تقریبا په بشپړ ډول خراب دی. د ارغندۍ له چوکه تر میدانښار پورې ډېر خراب شوی. له هغې هاخوا هم تخریب شوی دی. دا ټول د ماینونو د چاودنې له امله خراب شوي دي."

له سرکونو څارنه او ساتنه د ټولګټو وزارت دنده ده. کومه اداره چې د همدې کار لپاره د تېلو له اخستونوکو د هر لیټر پر سر یوه افغانۍ مالیه اخلي.

تېرو څلورو کلونو پورې دا مالیه په فزیکي ډول اخستل کېده. یعنې له هر موټر څخه چې پر لویې لارې تېرېده، له ۳۰ تر۳۰۰ افغانۍ اخستل کېدې، خو په دې بهیر کې د فساد له امله حکومت پرېکړه وکړه دا مالیه په بندرونو کې له تېلو واخلي.

خو ظاهرا لا هم روڼتیا نه ده تامین شوې.

د حکومت اټکل دا وو چې له دې اړخه به هرکال ۵۰ میلیونه ډالر راټول شي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی چې دنده یې رسنیو ته د دقیقو معلوماتو ورکول دي، ددې پوښتنې په ځواب کې چې په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته له وارد شویو تېلو څومره مالیه راټوله شوې؟ کره شمېره وړاندې نکړای شوه.

"د پیسو راټول او دا چې څومره راټولې شوې یوه جلا موضوع ده. خو په ۱۳۹۴ کال کې په بودیجه کې دې د سرکونو بیارغونې ته یو میلیارد افغانۍ لرو."

د انځور حقوق ARG
Image caption محمود بلیغ وایي، په تېرو څه دپاسه دوو کلونو کې د ټولګټو وزارت د عایداتو یواځې یوه برخه دې وزارت ته ورکړل شوې ده.

سره له دې چې د مالیې له وزارت سره د راټولې شوې مالیې کره شمېره نشته، ددې وزارت ویاند وایي، چې د تېلو مالیه د کلنۍ بودیجې له لارې د ټولګټو وزارت ته لېږدول کېږي.

"د سرکونو د څارنې او ساتنې لپاره مو په ۱۳۹۱ کال کې ۷۵۰ میلیون افغانۍ ځانګړي کړي، په ۱۳۹۲ کې یونیم میلیارد، په ۱۳۹۳ کې یو میلیارد او سږکال هم یو میلیارد افغانۍ په پام کې لرو."

خو د ټولګټو وزارت چارواکي وایي ددې وزارت له عایداتي سرچینو یو هم حق العبور دی او د شوې هوکړې له مخې باید له بودیجې جلا، د یوه ځانګړي حساب له لارې دې ادارې ته ولېږدول شي.

د ټولګټو وزیر محمود بلیغ وایي، په تېرو څه دپاسه دوو کلونو کې د ټولګټو وزارت د عایداتو یواځې یوه برخه دې وزارت ته ورکړل شوې ده.

"د مالیې وزارت په ۱۳۹۲ کال کې یو میلیارد افغانۍ، همداراز په ۱۳۹۳ کال کې هم یو میلیارد افغانۍ، یعنې زموږ د ادارې د عواید یوه برخه یې زموږ په واک کې راکړې چې موږ هم د سرکونو د ساتنې او څارنې لپاره لګولي دي."

له هر لیټر تېل څخه یوه افغانۍ مالیه له ۱۳۹۱ کال راهیسې نافذه ده.

د افغانستان د ټولګټو وزیر د هغو سرکونو په اړه چې دده په خبره پر همدغو پیسو رغول شوي او څارنه یې شوې، دقیقې شمېرې وړاندې نه کړې. ښاغلي بلیغ یواځې دومره وویل، دا پیسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د لویو لارو او فرعي سرکونو د څارنې او ساتنې لپاره لګول شوي.

خو ځینې خلک چې ددې سرکونو د څارنې او ساتنې لپاره یې مالیه ورکړې د سرکونو له خرابوالي شکایت لري.

"ساحل د چهاراسیاب اوسېدونکی یم، له دولت نه هیله لرو، دغه کومه مالیه چې دوی له تېلو اخلي، دا دې واقعا په سرک باندې مصرف کړي. اکثریت سرکونه ډېر خراب دي. که دا پیسې پرځای مصرف شي، زموږ دا سرکونه ډېر ژر ترمېمېږي، ډېر ژر جوړېږي."

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دې هېواد ته هرکال نږدې درې اعشاریه شپږ میلیارد لیټره تيل واردېږي او یواځې له دوه اعشاریه څلور میلیارد لیټرو مالیه اخستل چې ملکي برخه کې کارول کېږي.

که له هر لیټر تیل څخه یوه افغانۍ اخستل شوي وي، نو په کال کې دوه اعشاریه څلور ملیارده افغانۍ راټولې شوې چې نږدې ۳۵ میلیون ډالرو سره برابره ده.

د ټولګټو وزیر وایي، که دا پیسې په بشپړ ډول دوی ته ورکړل شي، د افغانستان د سرکونو د رغونې لپاره کافي دي.

تمه کېږي چې د تېلو د هر لیټر پر سر اوسني یوه افغانۍ مالیه دوه برابره شي، په دې ډول به د سرکونو د څارنې او ساتنې لپاره هرکال ۱۰۰ میلیون ډالر راټول شي.

ورته مطالب