کابل کې چاودنه د حوزې پولیسو قومندان د دندې ځنډېدو لامل شوه

د انځور حقوق MoI
Image caption د افغانستان کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د کابل ښاري حوزو قومندانانو او د ولایتونو او ولسوالیو امنیه قوماندانانو ته خبرداری ورکړی و چې که د هغوی د ماموریت په سیمو کې سازمان شوي جرمونه رامنځته شي، نو د بې پروایۍ او غفلت په صورت کې به ورسره قانوني چلن وشي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي، نن سهار د کابل ښار په شمالي برخه ۱۱ ناحیه کې چاودنه شوې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي تر یوه پله لاندې ځای پرځای شوي وو.

د ښاغلي دانش په خبره، د چاودنې په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شته.

هغه وویل، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ پرېکړې او د وزارت د لومړنیو څېړنو له مخې، د ۱۱ مې حوزې د رییس دنده تعلیق شوې ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې د کابل ښاري حوزو قومندانانو او د ولایتونو او ولسوالیو امنیه قوماندانانو ته خبرداری ورکړی و چې که د هغوی د ماموریت په سیمو کې سازمان شوي جرمونه رامنځته شي، نو د بې پروایۍ او غفلت په صورت کې به ورسره قانوني چلن وشي.

ښاغلي دانش زیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت د تفتش ریاست ته امر شوی چې ددې حوزې له نورو کارکوونکو هم پوښتنې ګروېږنې وکړي.

هغه د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د تېرې ورځې راکټي بریدونو په اړه وویل چې لا هم څېړنې روانې دي او که څرګنده شي چې پولیسو غفلت کړی، نو په اړه به یې لازم ګامونه پورته شي.

ورته مطالب