فراه، د غنمو کندو که د سبو امبار

Image caption فراه د افغانستان په لویدیځ کې هغه ولایت دی چې د ګلخانه یي کښت محصولات ډېرو نورو ولایتونو ته هم لېږي.

په فراه کې ګلخانه‎ یي کښت د پنځو زره کسانو لپاره د مستقیم کار موقع برابره کړې. دا صنعت په تېرو دریو کلونو کې په لوېدیځ ولایت فراه کې دومره پراختیا موندلې چې اوس په ورځ کې اته سوه ټنه سابه پکې تولیدېږي.

د کال په هر موسم کې چې وي فرق نه لري. له دې ګلخانو او پلاستیکي تونلونو پریمانه تازه سابه او نور کرنیز محصولات بازارونو ته ځي.

فراه څو لسیزې مخکې د افغانستان د غنمو امبار په نوم شهرت درلود خو اوس داسې ښکاري چې د دې هېواد د سابو امبار دی.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې هغه ولایت دی چې د ګلخانه یي کښت محصولات ډېرو نورو ولایتونو ته هم لېږي.

د فراه د کرنې مشر منان متین وایي دا ډول پرمختګ د سیمې په کچه په بل هېڅ ولایت کې نه ترسترګو کیږي:

"فراه ولایت کې څه باندې دوه زره جریبه مځکه د ګلخانې تر پوښښ لاندې ده. ویلی شم چې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د سیمې په کچه په هېڅ یوه ولایت کې دومره ګلخانه نشته. په دې ډګر کې څه باندې ۳۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې. دا ډېری پرمختګ د کروندګرو په پانګه شوی".

له فراه څخه کرنیز محصولات بهر ته نه صادرېږي. فراه ته تر ټولو نژدې ګاونډی هېواد ایران دی خو دا هېواد خپله هم پراخ ګلخانه یي صنعت لري او د افغانستان کرنیزو توکو ته اړتیا نه لري.

Image caption له فراه څخه کرنیز محصولات بهر ته نه صادرېږي.

محمد قاسم یو له هغو کروندګرو دی چې لس کاله مخکې یې په لومړي ځل د فراه د ریګي په کلي کې ګلخانه جوړه کړه. اوس یې ژوند بدل شوی او په نورو هیوادو کې د بازارونو په لټه کې دی:

"د زغم کچه مو ډېره ده، خو بازار نه لرو. داسې زمینه نه ده مساعده شوې چې بهر ته ولاړ شي. که تاجکستان، ترکمنستان یا روسیې ته ولاړ شي، دا به ډېر ښه وي. که دا کار وشي موږ به ډېر خوشاله شو".

Image caption فراه څو لسیزې مخکې د افغانستان د غنمو امبار په نوم شهرت درلود خو اوس داسې ښکاري چې د دې هېواد د سابو انبار دی.

د فراه په بازارونو کې د ګلخانه یي کښت محصولات هرې خوا ته لیدل کېږي، خو مناسبې کڅوړې نه لري او بهر ته یې د صادرولو لپاره هم تراوسه اقدام نه دی شوی. کروندګر او پلورونکي وایي که پرمختللي امکانات ترلاسه کړي، ګټه به یې څو برابره شي.

د فراه سیمه يیز چارواکي وایي اوس ګڼ شمېر کروندګر د ګلخانو جوړولو ته هڅول شوي او ښایي تر راتلونکو دریو کلونو پورې شاوخوا درې زره جریبه ځمکه نوره هم ګلخانو ته بېله شي.

د افغانستان د کرنې وزارت ویاند لطف الله راشد بي بي سي ته وویل د دې هېواد نژدې ۷۵ سلنه ګلخانې په فراه او پاتې په کابل، پروان او بلخ ولایتونو کې دي.

Image caption فراه ته تر ټولو نژدې ګاونډی هېواد ایران دی خو دا هېواد خپله هم پراخ ګلخانه یي صنعت لري او د افغانستان کرنیزو توکو ته اړتیا نه لري.

نوموړی وایي، په پام کې ده په روان ۱۳۹۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۶۳۰ لویې سوداګریزې او دوه زره کوچنۍ ګلخانې یا زرغونې خونې جوړې شي.

Image caption د افغانستان د کرنې وزارت ویاند لطف الله راشد بي بي سي ته وویل د دې هېواد نژدې ۷۵ سلنه ګلخانې په فراه او پاتې په کابل، پروان او بلخ ولایتونو کې دي.

ورته مطالب