د نري رنځ ٪۹۷ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی لري

ښاغلي فیروز په تېر یوه کال کې افغانستان کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره اعلان کړ، چې په وینا یې درملنه یې شوې ده. د انځور حقوق MoPH
Image caption ښاغلي فیروز په تېر یوه کال کې افغانستان کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره اعلان کړ، چې په وینا یې درملنه یې شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي خدمتونو په ډېرېدو سره افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو له لیسته ووت، چې د نري رنځ ناروغي پکې ډېره ده. یاد وزارت وايي، د نري رنځ ۹۷ سلنه افغان ناروغان روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی لري.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل، هېواد یې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو په همکارۍ سره د نري رنځ ناروغي د درملنې په برخه کې ښه پرمختګ کړی او په نري رنځ ۹۷ سلنه ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی لري.

نوموړي په افغانستان کې د نري رنځ (سل) ناروغۍ د درملنې او تشخیص د خدمتونو په اړه وویل: "پر دغه پرمختګ سربېره، لاهم د نري رنځ له منځه وړلو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده".

ښاغلي فیروز زیاته کړه، د نري رنځ د ناروغانو د درملنې په برخه کې نړیوالو روغتیايي بنسټونو همکاري ورسره کړې ده.

دی وايي، اوس د افغانانو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر نری رنځ یوه نړیواله ستونزه وبلله، چې په وینا یې په ۲۰۱۴ کال په ګرنده نړۍ کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر نژدې ۹ میلیون ثبت شوی و.

دی وايي، ۱٫۵ میلیون انسانان ددغې ناروغۍ له کبله مړه شوي.

ښاغلي فیروز په تېر یوه کال کې افغانستان کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره اعلان کړ، چې په وینا یې درملنه یې شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر تېر ۲۰۱۵ کال افغانستان کې له نري رنځ ناروغۍ سره د مبارزې له کړاوه ډک کال وباله چې په وینا یې تر ټولو ډېر په نري رنځ اخته کسان (له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۵ پورې) په تېر کال کې ثبت شوي.

ورته مطالب