قزاقستان په افغانستان کې د سوداګرۍ خونه پرانيسته

د انځور حقوق Getty Images

د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه قزاقستان په افغانستان کې د دایمي سوداګرۍ خونه پرانیسته په نژدې راتلونکي کې به افغانان هم خپله سوداګرۍ خونه په قزاقستان کې پرانيزي. افغان دولت له قزافستان څخه غواړي چې د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو ترمنځ انډول کې بدلون راولي.

کابل کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې په پرانیسته غونډه کې افغان او قزاقي سوداګرو دوه اړخیزه لیدنه هم ترسره کړه، د دې ترڅنګ د افغانستان د نندارتونونو مرکز او د قزاقستان پانګونې او صنعت ادارې ترمنځ او د افغانستان سوداګرۍ خونو او د قزاقستان نړیوال سوداګرۍ خونو ترمنځ دوه تفاهملیکونه لاسلیک شول.

قزاقستان چې کوم سوداګریز فرصتونه لري او هغه مواد چې په قزاقستان کې ارزانه دي او افغانان ورسره سوداګرۍ لري د هغو په اړه به افغان سوداګرو ته د دغه مرکز له لارې په افغانستان کې معلومات ور کول کېږي.

د منځنۍ اسیا هیوادنو لپاره د ولسمشر غني ځانګړی استازي شاکر کارګر وايي، د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو هېواد راځي او دایمي سوداګرۍ خونه جوړوي.

همدارنګه نوموړي له قزاقي چارواکو وغوښتل چې د افغانستان سوداګرو د ویزې په برخه کې ورسره مرستې وکړي تر څو سوداګرۍ کې اسانتیاوې را منځ ته شي.

نوموړی وايي "زموږ مناسبات په سیاسي برخه کې په لوړه کچه کې دي خو باید د اقتصاد په برخه کې هم لوړې کچې ته ورسېږي خو اوسنی د سوداګرۍ بلانس د افغانستان او قزاقستان ترمنځ مونږ ته د منلو نه دی موږ په کال کې که نیم میلیون صادرات ولرو لس میلیونه ډالره واردات لرو چې په دې کې باید بدلون راشي".

ښاغلی کارګر زياتوي "زه له افغان سوداګرو، افغان سوداګرو خونو او ایسا له دفتر نه غوښتنه کوم چې په دغه برخه کې کار وکړي او موږ باید په قزاقستان کې هم دا ډول سوداګرۍ خونه پرانیزو"

په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په اړه هم خبرې وشوې دوی وویل، چې په راتلونکي څو میاشتو کې به د قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي ليکې پرانیسته وشي او د دوی په وینا چې د دوی په لېږد را لېږد کې به اسانتیاوې راولي او د سوداګرۍ توکو لګښت به کم شي.

افغانستان کې د قزاقستان سفیر عمر طیب برتیموف په دغه غونډه کې وویل، چې ولسمشر یې په وروستۍ ټیلیفوني اړیکي کې په دې ټینګار کړی چې قزاقستان به هېڅ وخت افغانستان یوازې پرنږدي او د د دغه هېواد د اقتصادي ودې هیله لري.

افغانان به هم قزاقستان کې ورته د سوداګرۍ خونه پرانيزي هغه سوداګریز او صنعتي معلومات چې د افغانستان د سوداګرۍ په اړه وي قزاقي سوداګرو ته به په قزاقستان کې د دغې سوداګریزې خونې له برکته ور کول کېږي.

د انځور حقوق

افغان سواګر وايي، چې په دې هڅه کې دي چې قزاقستان کې خپل مارکیټ ښه کړي او افغاني توکو ته اخيستونکي پیدا کړي.

د سوداګريزو خونو معاون خان جان الکوزی وايي نننۍ غونډه ګټوره او زموږ له نظره ښه وه. د نوموړي په وينا قزاقستان په منځنۍ اسيا کې له موږ سره ښې اړيکې لري او پانګونې ته هم ډېر لېواله دي.

په دا ورستیو کې منځنۍ اسیا هېوادونو علاقه ښودلې چې افغانستان کې پانګونه وکړي په ځانګړي ډول روسیه چې په دا ورستیو کې یې یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته تللی و او افغان سوادګرو سره يې د مرستې ژمنې کړې وې.

په دې اړه افغان سوداګر وايي، په نژدې راتلونکي کې به افغان پلاوی هم مسکو ته لاړ شي. چې له ازربایجان، قرغيزستان سره به په منظم ډول لیدنې ولري. دوی به هڅه وکړي چې د افغانستان سبزيجات او تولیدات منځنۍ اسیا مارکیټ ته لار پیدا کړي.

افغان سوداګر په دې باور دي چې تراوسه یې تولیداتو ته په چین، هندوستان او پاکستان کې مارکیټ درلود خو ډېری وخت د ټرانزیت له ستونزو سره مخ کېدل چې په ځای یې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورته نژدې دي. نو دوی خپلو قالینو، قیمتي ډبرو، تازه او وچو مېوو ته په منځنۍ اسیا کې مارکیت لټوي.

ورته مطالب